د افغانستان کرکټ بورډ د لسګونو کارکوونکو قراردادونه لغوه کړل

افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د بودیجې د کموالي له کبله یې د ۴۳ مامورانو قرارادونه نوي نکړل.

بورډ وایي د (دغو اضافي) مامورانو په شړلو سره به د کال ۱۲میلیونه افغانۍ سپما شي.

د بورډ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا ۴۳ کسان د کومو برخو کارکوونکي وو او څومره وخت یې په بورډ کې کار کړی دی.

اعلامیه وایي: "د افغانستان کرکټ بورډ، د بودیجې کمښت او کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسول. په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته ورسول شول."

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې د بشري سرچینو د مسوول ضیاءالحق ضیاء له خولې همدغه راز لیکل شوي "د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شا وخوا یو ملیون افغانۍ او د کال تقریباً ۱۲ ملیون افغانۍ کېږي. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګیږي چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شي."

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په یو وار دومره کسان له دندو شړي. په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې دغه کسان کله او د چا په وخت کې پر دندو ګمارل شوي وو.