ډوني، رینا او براو کریم صادق ته خپل بیټ او کمیسونه ډالۍ کړل

کریم صادق له دغو لوبغاړو مننه کړې چې په ډالیو یې نازولی دی

د هند او ویسټ انډیز د کرکټ د ملي لوبډلو دریو مخکښو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق ته ډالۍ لیږلي دي.

مهندر سنګ ډوني، سروش رینا او ډاین براو په خپلو کمیسونه او بیټ باندې امضاګانې کړي او افغان لوبغاړي کریم صادق ته یې استولي دي.

کریم صادق امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغو لوبغاړو د ښه نیت په اساس دا کار کړی دی. ښاغلی صادق یوه خیریه ټولنه لري او دغو لوبغاړو د دغې خیریه ټولنې د ننګې په پار خپل کمیسونه او بیټ استولي دي.

کریم صادق په خپل ټویټر کې دا تصویرونه خپاره کړي او له ډوني، رینا او براو څخه یې مننه کړې چې هغه په "ښکلیو "ډالیو نازولی دی.

دغو دریو واړو لوبغاړو په آی پي ال کې د چینايي سوپر کننګز سره لوبه کوله. ډوني یې کپټان و او د آی پي ال اتلولي یې هم وګټله. دوی د چینایي سوپر کننګز لباسونه کریم ته استولي دي.

خو په آی پي ال کې کریم صادق ویلي وو چې چینايي د خوښې لوبډله ده.

کریم صادق د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی دی خو تر څنګ یې یوه خیریه ټولنه هم لري.