د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ‌ لوبډله هند سره تاریخي لوبې لپاره بنګلور ته رسېدلې


له هند سره د افغانستان لوبه د جون په ۱۴مه پیلیږي او تر ۱۸مه به روانه وي
له هند سره د افغانستان لوبه د جون په ۱۴مه پیلیږي او تر ۱۸مه به روانه وي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره د خپلې تاریخي ټسټ لوبې لپاره بنګلور ته رسېدلې ده.

افغان لوبډله به د را روانې پنجشنبې په ورځ (جون۱۴) له هند سره لومړنی ټسټ سیالي وکړي. دا ځکه د افغانستان لپاره تاریخي ټسټ بلل کیږي، چې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته یې لومړنۍ ټسټ لوبه ده.

هند په ټسټ کې د نړۍ لومړی درجه هېواد دی په داسې حال کې چې افغانستان د ټسټ (پنځه ورځې) یوه لوبه هم نه ده کړې.

دنورو لوبغاړو تر څنګه به ډېرې هیلې بیا هم راشد خان ته وي
دنورو لوبغاړو تر څنګه به ډېرې هیلې بیا هم راشد خان ته وي

افغان لوبغاړي هیله مند دي چې له هند سره به ښه سیالي‌ کوي. لوبډله د چهارشنبې په ورځ (جون۹) د بنګلور ښار ته ورسېده. لوبه د ام چیناسوامي په لوبغالي کې کیږي.

د هند په لوبډله کې کپټان ویرات کوهلي نشته، هغه ژوبل شوی او ډاکټرانو ورته ویلي‌ چې ارام وکړي. د لوبډلې مشري به یې اجنکا ریهاني کوي.

ریهاني ویلي دي چې افغانستان ښه لوبغاړي لري او له هغوی سره لوبه اسانه نه ګڼي. افغان کپټان اصغر ستانکزي هم ویلي‌ دي چې له هند سره به ښه لوبه وکړي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو.

XS
SM
MD
LG