نبي، راشد او مجیب د نړۍ د غوره لوبغاړو د لست په سر کې

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړي د غوره لوبغاړو د جدول په سر کې دي.

راشد خان د شلو اورونو په نړیوالو لوبو په توپ اچوونکو کې اول مقام ګټلی دی او ورپسې مجیب الرحمن دی چې دویم مقام لري.

راشد خان او مجیب الرحمن دواړه ورو توپ اچوونکي دي چې د نړۍ په اکثریت شل اوریزو تجارتي سیالیو کې هم لوبیږي. راشد خان همدا څو ورځې مخکې د استرالیا د بګ بش په تجارتي لوبو کې په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې په کرکټ کې یې هېټریک بولي.

راشد خان لومړی بالر شو چې په ۲۰۲۰ کې دا ډول کارنامه کوي. تر دې مخکې یې دوه ځلې نور هم دا کار کړی و چې یو د ایرلنډ خلاف یوې لوبې او بل یې د ویسټ انډيز په تجارتي لوبو کې و.

د درجه بندۍ په اساس راشد خان ۷۴۹ او مجیب الرجمن ۷۴۲ نومرې ګټلې او په ترتیب سره د بالرانو په لست کې اول او دویم راغلي دي. په درېیم مقامل کې د نیوزلنډ لوبغاړی میچل سنتر دی چې ۶۹۸ نومرې لري.

همدغه راز د غوره الراونډرانو په لست کې بیا بل افغان لوبغاړي محمد نبي اول مقام ګټلی دی. الراونډر په کرکټ کې هغه لوبغاړي ته ویل کیږي چې هم توپ اچوونه کولی شي او هم توپ وهنه. محمد نبي ۳۱۹ نومرې لري.

دویم غوره الراونډ د استرالیا ګلین مکسویل دی چې ۲۳۱ او درېیم د نیوزلنډ کپتان کین ویلیمسین دی چې ۲۱۲ نومرې یې وړي.

همدغه راز د یوې ورځنیو لوبو د غوره الراونډرانو په جدول محمد نبي دویم او راشد خان پنځم راغلي دي. اول غوره الراونډر د انګلنډ بن سټاک او درېیم د پاکستان عماد وسیم دی.

د یوې ورځنیو لوبو د باولینګ په درجه بندۍ کې مجیب الرحمن درېیم مقام ګټلی دی او بل هېڅ افغان لوبغاړی د یوې ورځنیو لوبو د باولینګ او بېټېنګ د درجه بندۍ په لسو غوره لوبغاړو کې نشته.