افغانستان اوس باید د قوي لوبډلو د ماتولو هوډ ولري- راشد خان

راشد خان تازه یوه خیریه ټولنه پرانیستې ده او له ټولو افغانانو یې هیله وکړه چې په دغه کار یې لاسنیوی وکړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي افغانستان به په راروانو پنځو/شپږو کلونو کې د نړۍ په دریو غوره لوبډلو کې وي.

راشد خان چې دا مهال د برتانیا د وایټلټي بلاسټ په ۲۰اوریزو سیالیو کې بوخت دی، امریکا غږ اشنا ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې افغانستان کرکټ د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی او ښه شوی دی.

راشد خان وویل چې په نړیوالو لیګونو کې د هغه، محمد نبي، مجیب الرحمن، ظاهرخان او ځینو نورو لوبغاړو لوبېدل د افغانستان د کرکټ د پرمختګ بېلګې دي.

نوموړي له ایرلنډ سره را روانو سیالیو په اړه وویل چې افغانستان اوس باید تر ایرلنډ ورپوته د قوي ټیمونو د ماتولو فکر او هوډ ولري. افغانستان په همدغې میاشتې کې له ایرلنډ سره د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو لوبو شپږ سیالۍ لري.

راشد خان هیله وښوده چې افغانستان به د اسیا کپ په راروانو سیالیو کې هم ښه وځلیږي او هيله یې دا ده چې باید د دغو سیالیو پایلوبې او یا نیمه پایلوبې ته ووځي. د اسیا کپ په سپتمبر کې پيلیږي چې افغانستان په کې له سرېلنکا او بنګله دېش او یو بل ټیم سره مخامخ کیږي.

راشد خان د "افغانستان پریمیرلیګ" پیلول هم د افغانستان د کرکټ د آینده لپاره یو لوی ګام وباله او ویې ویل چې له دې لارې به نوي او ښه استعدادونه رادبره او پیدا شي.

نوموړي تازه "د راشد خان خیریه ټولنه" پرانیستې ده، هغه وايي چې د دغې ټولنې لوی هدف یې د اړمنو افغانانو لاسنیوی دی. راشد خان له ټولو افغانانو څخه هیله وکړه چې په دغه کار کې د هغه لاسنیوی وکړي.

د راشد خان پوره مرکه دلته لیدلی او اورېدلی شي: