د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه درجه بندۍ په اساس د افغانستان راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو (۵۰اورونو) کې لومړی مقام خپل کړی دی.
راشد خان همدغه راز په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې دغه مقام ترلاسه کوي، راشد خان دا مهال ۱۹ کلن دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا په خپلې ویپاڼې کې په یو ورځنیو سیالیو کې د لوبغاړو تازه درجه بندي خپره کړې ده. د افغانستان راشد خان او د هند تیز بالر جسپریت بومرا د یوې ورځنیو سیالیو لومړی مقام ګټلی دی، په بله وینا دوی دواړه په لومړي مقام کې شریک دي.
راشد خان تر دې دمه د افغانستان لپاره ۳۷ یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبې کړي او ۸۶ کسان یې سوځولي دي. ده دریو لوبو کې پنځه-پنځه کسان سوځولي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا دا خبر په خپل ټویټر کې هم خپور کړی دی.
Afghanistan%27s @rashidkhan_19 has become the youngest man to top any form of the @MRFWorldwide Player Rankings, smashing the record of @Saqlain_Mushtaq! https://t.co/kP8QGtERcy pic.twitter.com/3QqDcfKF9P
— ICC (@ICC) February 20, 2018
د راشد خان تر ټولو ښه لوبه تېرکال د ویسټ انډیز خلاف وه چې اووه لوبغاړي یې وسوځول او یوازې ۱۷ منډې یې ورکړلې. راشد خان د نړۍ څلورم بالر دی چې په یوې لوبې کې دومره کسان سوځوي.
راشد خان همدا څو ورځې مخکې د دویمې درجې هېوادونو د لوبغاړو په منځ کې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته. پر دې سربېره د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې راشد خان په نړۍ کې څلورم الراونډر دی، په دې مانا چې هم باولینګ کولی شي او هم بیټینګ.
راشد خان له زمبابوې سره د پنځو لوبو په سیریز کې ۱۸ کسان وسوځول او د دغې لړۍ غوره لوبغاړی هم شو.
راشد خان د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی دی خو د نړۍ په مشهورو سترو تجارتي سیالیو، آي پي ال، بګ بش، سي پي ال، بي پي ال کې هم لوبیږي.