شهزاد لومړی افغان شو چې اسیا کپ کې یې ۱۰۰ منډې وکړې

UAE Asia Cup Cricket Shahzad century

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی شهزاد محمدي لومړنی افغان شو چې د اسیا کپ په سیالیو کې ۱۰۰ منډې کوي.

شهزاد دسه شنبې په ورځ (سپتمبر۲۵) له هند سره په لوبې کې دا منډې وکړې.

شهزاد د لوبې له پیله چټکې منډې پيل کړې او د هند پر هر توپ اچونکي یې د شپږیزو او څلوریزو د وهلو هڅه وکړه. دی لومړی افغان شو چې د هند خلاف هم ۱۰۰ منډې کوي.

شهزاد محمدي په خپلو ۱۰۰ منډو کې ۶شپږیزه او ۱۰څلوریزې ووهلې.

دا د محمد شهزاد محمدي پنځمه سلیزه وه. هغه د افغانستان لپاره ۱۴ پنځوسیزې هم کړې دې. شهزاد له هند سره په لوبې کې په ۱۲۴ منډو وسوځېده.

شهزاد محمدي د افغانستان یوازینی لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو په سیالیو کې یې هم سلیزه کړې ده.

شهزاد د هند پر وړاندې خپله سلیزه لمانځي

شهزاد د افغانستان لپاره ۷۵ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې کړي دي دي او په یوې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۱۳۱ دي.

له هند سره لوبه په اسیا کپ د افغانستان وروستۍ لوبه وه. افغانستان په دغو سیالیو په لومړي پړاو کې بنګله دېش او سرېلنکا ته ماتې ورکړې خو د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې پر پاکستان او بنګله دېش وبایللې.

شهزاد محمدي د یکشنبې د ورځې په لوبه کې د بنګله دېش خلاف لوبې کې هم تر ۵۰ ډېرې منډې وکړې.