د لاس رسي وړ اتصالات

هرشل ګبز د بلخ د لوبډلې روزونګی وګمارل شو


هرشل ګبز په شپږیزې کې د سپین غر لوبډلې روزونکی و
هرشل ګبز په شپږیزې کې د سپین غر لوبډلې روزونکی و

د جنوبي افریقا د لوبډلې مخکنی لوبغاړی هرشل ګبز د افغانستان په پریمیر لیګ کې د بلخ لوبډلې روزونکی ګمارل شوی دی.

ګبز اوس د کویټ د ملي لوبډلې روزونکی دی. د بلخ د لوبډلې کپټان محمد نبي دی چې ورسره کریس ګیل، کولین مونرو او راوي پوپارا هم لوبیږي. کرکټ بورډ وايي د افغانستان پریمیر لیګ د اکتوبر په پنځمه پلیږي او په ۲۳ ختمیږي.

د افغانستان په پریمیر لیګ کې پنځه لوبډلې دي چې پر لسګونو کورنیو لوبغاړو سربېره یو شمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم په کې لوبیږي. د افغانستان د کرکټ بورډ دا د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره ډېر مهم ګام بولي.

کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او کابل د افغانستان د پریمیر لیګ لوبډلې دي. دا لوبې په اماراتو کې کیږي.

هرشل ګبز تر دې مخکې د افغانستان د شپږیزې په سیالیو کې د سپین غر لوبډلې روزونکی و. د سپورټ۲۴ ویپاڼې د بلخ د روزونکي په توګه د هغه د ګمارل کېدو خبر خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG