نن د شپږیزې سیالیو لیدو ته ۱۲۰۰۰ نندارچیان ورغلي وو

ویل کیږي چې دغه میدان د شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ظرفیت لري

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي د چهارشنبې په ورځ کرکټ بورډ ته په لار له برید وروسته نن- پنجشنبه سپتمبر۱۴- ټول لوبغالی له نندارچیانو ډک و.

د افغانستان د کرکټ د مارکیټ او مطبوعاتو د برخې متخصص لطف الله ستانکزي امریکا غږ اشنا ته وویل چې شاوخوا ۱۲۰۰۰ نندارچیان د کرکټ لوبو لیدو ته ورغلي وو چې د تېرې ورځې پرتله درې برابره زیات و.

ښاغلي ستانکزي وویل د اټکل له مخې د سه شنبې په ورځ د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ نندارچیان راغلي وو. دا افغانستان د کرکټ نړیوال لوبغالی د چارواکو په خبره د شاوخوا ۶۰۰۰ نندارچیانو ظرفیت لري.

د چهارشنبې په ورځ بورډ ته په غزیدلې لار ځانمرګی برید وشو چې درې کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ژوبل کړل. داعش ادعا کړې چې برید دوی کړی دی.

نندارچیان وايی له ژوند سره مینه لري

له برید وروسته د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ټکټ پلورونکي شرکت، میح، اعلان وکړ چې د پنجشنبې د سیالیو لیدل وړیا دي او ټکټونه نلري.

وړاندې د دغو سیالیو کم ټکټ ۱۰۰ افغانۍ او لوړ ټکټ یې ۱۵۰۰ افغانۍ و، په لوړ قیمت ټکټ کې یې د دواړو لوبو لیدل او د غرمې ډوډۍ او چای هم شامل وو.

د افغانستان د کرکټ په شپږیزه کې شپږ لوبډلې لوبیږي چې شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، څاروونکي او روزونکي هم په کې برخه لري.