کرکټ؛ افغانستان سري لانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان او سرِي لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) په شپږ ویکټو افغانستان وګټله.

د افغان توپ وهونکو ابراهیم ځدران او رحمت شاه د ۱۴۶ منډو ملګرتیا د افغانستان بري ته زمینه برابره کړه.

ابراهیم ځدران د ۱۱ څلوریزو او دوو شپږیزو په مټ په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې وکړې او د سلیزې له پوره کولو وړاندې یې د غټ شاټ وهلو هڅه کوله چې توپ یې پر پوله ونیول شو.

ځدراڼ په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۵۰۰ منډې پوره کړې. نوموړي تراوسه درې سلیزي او یوه نیمه سلیزه بشپړه کړې ده.

رحمت شاه په دې لوبه کې په ۸۰ توپونو ۵۵ منډې وکړې او په اووه دیرشم اوور کې یې توپ ونیول شو.

د سري لانکا بالر ماتیشا پاتیرانا چې تازه د هند پریمیر لیګ (آی پي ایل) سیالیو کې ښه ځلېدلی، او د افغانستان خلاف لوبو کې ورڅخه ډېره تمه کېدله، په نهو اورونو کې ۶۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

د دې لوبې پچه د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. کوربه ټیم افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه. سري لانکا دغه هدف په ۵۰ اورونو کې ټاکلی او ټول لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د افغانستان چټکو توپ اچونکو فضل حق فاروقي او فرید احمد هر یوه د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول. نورو افغان توپ اچوونکو نور احمد لکڼوال، عظمت عمرزي، مجیب الرحمان او محمد نبي یوه یوه ویکټه واخیستله.

د سري لنکا دپاره تر ټولو زیاتې منډې چاریټ اسالانکا وکړې. نوموړی د ۹۱ منډو کولو وروسته د افغان ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز له خوا د منډې پر وخت وسوځېد.

ددې لړۍ دوهمه لوبه د یکشنبې په ورځ کیږي.