د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف ټاکلی


د افغانستان او سري لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) کوربه ټیم افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.

سري لانکا دغه هدف په ۵۰ اورونو کې ټاکلی او ټول ۱۰ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د افغانستان چټکو توپ اچونکو فضل حق فاروقي او فرید احمد هر یوه دوه لوبغاړي وسوځول. نورو افغان توپ اچوونکو نور احمد لکڼوال، عظمت عمرزي، مجیب الرحمان او محمد نبي یوه یوه ویکټه واخیستله.

د سري لانکا دپاره تر ټولو زیاتې منډې چاریټ اسالانکا وکړې. نوموړی د ۹۱ منډو کولو وروسته د افغان ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز له خوا د منډې پر وخت وسوځېد.

د سري لانکا بل توپ وهونکي داننجایا دي سلوا په ۵۱ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې پچه د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

ددې لړۍ دوهمه او دریمه لوبه د جون په څلورمه او اوومه کیږي.

XS
SM
MD
LG