د طالبانو له خوا د افغانستان د ښوونیز نصاب بدلون او د نجونو پر راتلونکې یې اغیزې

طالبانو د دریو کلونو راهیسې د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته د لوړو زده د موسسو او د پوهنتونونو دروازې تړلي دي

د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان په ښوونیز نظام کې بدلون د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د فعالیت په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي‌ دي. راپورونه وايي چې طالبانو د افغانستان په ښوونیز نصاب کې زیات شمیر دیني مضامین او مسایل شامل کړي او په ځینو مواردو کې یې ښوونځي په مدرسو بدل کړي دي.

په ښوونیز نصاب کې دا بدلون په داسې حال کې راغلی چې طالبان په افغانستان کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه ورکوي او دا مهال په په دغه هېواد کې د منځنيو‌ ښوونځيو او لیسو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. همدا شان د طالبانو د بندیز له امله نجونې او ښځې له لوړو زده‌کړو هم بې‌برخې شوي او پوهنتونونو ته نشي‌ تللی.

طالبان وايي چې د نجونو لپاره د یو نوي ښوونیز نصاب پر جوړولو باندې کار کوي. په ورته وخت کې طالبانو د ښوونځیو په نصاب کې هم د پام وړ بدلون راوستی چې د دیني مضامینو زیاتوالی په کې شامل دی او د دغو مضامینو کتابونه یې هم چاپ کړي دي.

د مرکزي اسیا د انستیتیوت مشر الیس توماس وايي چې واک ته د طالبانو له بېرته راتګ راهیسې دغه انستیتیوت د افغانستان د ختیځ او شمال په منزوي سیمو کې د طالبانو له مداخلې پرته خپلو ښوونیزو برنامو ته دوام ورکړی دی.

د مرکزي‌ اسیا انستیتیوت د افغانستن،‌ پاکستان او تاجیکستان په غرنیو او منزوي سیمو کې د نجونو د پوهنې او معیشتي مهارتونو د ښه‌والي په برخو کې فعالیت کوي.

الیس توماس وايي"د طالبانو سیاست پر ښوونې باندې په ځانګړې توګه نجونو ته پر ښوونې باندې زیاتې اغیزې کړې دي او د طالبانو اقداماتو په ټوله کې ښوونیز بهیر بدل کړی دی او د مدرسو شمېر زیات شوی دی."

په عین حال کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د دروازو تړل کېدلو هم د نجونو پر ژوند منفي اغیزې کړې دي. د ښوونیزو چارو فعاله او په سکاټلنډ کې محصله مژده اقبال وايي: "په ښوونیز نصاب کې بدلون د افغانستان د پرمختګ یوازینی لاره نه ده او دغو بدلونونو د زده‌کړې لپاره د افرادو د انګیزې په راکمولو کې منفي او ژورې اغیزې کړې دي."

طالبانو د شپږم ټولګي‌ څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په مهال ویلي و چې دا بندیز لنډمهالی دی خو د شاوخوا دریو کلونو په تېرېدلو سره په دې تړاو د دغې ډلې په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

مژده اقبال وايي‌ "په نصاب کې د بدلون له راوستلو سره ښوونځي جبري شوي دي" چې په وینا یې دا مسله د عصري او پرمختللو علومو د درک کولو په برخه کې د استعدادونو پر ودې اغیزه کوي.

د یونسیف د وروستي راپور له مخې پر افغانستان باندې د طالبانو د دریو کلونو واکمنۍ پر مهال له ښوونځیو او پوهنتونونو او اقتصادي فعالیتونو څخه د نجونو د بې‌برخې کېدو له امله افغانستان میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی.

افغان نجونو ته د انلاین ښوونیزې برنامې یوه مسوله فرخنده محتاج وايي چې اوس په افغانستان کې ټول تمرکز دیني مسایلو باندې دی په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې "موږ پیلوټ ته اړتیا لرو، ډاکتر ته اړتیا لرو او نور چارو" او په دغو برخو کې د تحصیل نشتوالی د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل کېږي.

د طالبانو حکومت وايي چې د پوهنتونونو، د عالي او نیمه عالي زده‌کړو موسسو لپاره په "نړیوالو عملي معیارونو او ملي او دیني ارزښتونو سمبال" ښوونیز دیني نصاب په جوړولو باندې کار کوي، خو تر اوسه یې د دغه نصاب د نافذولو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره وخت ټاکلی نه دی.