د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: په هرو دریو افغان ماشومانو کې یې یو له ښوونځي بهر دی


AFGHANISTAN-SOCIETY-CHILDREN
AFGHANISTAN-SOCIETY-CHILDREN

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وايي، چې اوس مهال افغانستان کې په هرو هغو دریو ماشومانو کې، چې عمرونه یې ښوونځي ته د تګ دي، یو یې له ښوونځي څخه بهر پاتې دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې" یونیسف" د دوشنبې په ورځ جون ۲۶(چنګاښ پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو لپاره د خپلو فعالیتونو په اړه په یوه ويدیو کې ویلي، چې ددغسې ماشومانو ۶۰ فیصده یې نجونې دی.

که څه هم یونیسف په ښوونځیو کې له زده کړو پاتې ماشومانو دقیق شمیر نه دی ښودلې او نه هم په وروستیو کلونو کې په دې اړه کومه سروې خپره شوې، خو دمخه یونیسف ددغسې ماشومانو شمیر له درې نیم میلیونو څخه زیات ښودلی و.

"یونیسف" افغان ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې د ملاتړ د برابرولو په اړه ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې شپږ میلیونو ماشومانو ته کتابچې، قلمونه او د زده کړو نور ممد درسي مواد برابر کړي دي.

همداشان " یونیسف" ویلي،چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې یې ۵۶۶۱ ډیرې عصري خیمې، چې د ښوونځیو او د ماشومانو د ټولیدو د ځایونو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي افغانستان کې د پوهنې سکټور ته برابرې کړي دي.

" یونیسف" وايي، چې تراوسه یې د نړۍ ۵۷ هیوادونو ته ۱۳۸۶۲ دغسې خیمې برابرې کړي، چې زیاته برخه کې افغانستان کې ماشومانو ته د ښوونځيو د کارولو لپاره ځانګړې کړي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې افغانستان کې ماشومانو لپاره د زده کړو د امکاناتو د برابرولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په روانه میاشت کې د طالبانو ولایتي چارواکو نړیوالو سازمانونو ته لارښونه کړی چې په څو اونیو کې دي په تعلیمي پروژو کې له ښکلتیا څخه لاس واخلي.‌

د طالبانو د تازه ممکنه لارښونې سره سم ددې پروژو چارې به ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو ویاند وویل چې دا اقدام به "د شاتګ په لوري یو ډارونکی ګام" وي.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړادارې "یونیسف" تیره اونۍ وویل، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت سره د ددغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو "د مهالویش او عملي اقداماتو" پر لارو چارو خبرې کړي دي.

یونیسف په ورته وخت کې ویلي چې تر هغه مهاله به یې ښوونیزو پروګرامونو "کلیوالي ښوونځي" له لارې دوام ولري.

په افغانستان کې د مرستندویه ټولنې مسوولین وايي چې، طالبانو نړیوالو موسسو ته ویلي چې نور نه شي کولای د پوهنې په پروژو کې برخه واخلي.

"یونیسف" ویلي، پداسې حال کې د طالبانو له حکومت سره د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو پر سر خبرې روانې دي، چې د پوهنې وزارت څخه دا ډاډ ترلاسه کړی چې کلیوالي ښوونځي چې ۵۰۰ زره زده کوونکو پکې زده کړې کوي، به دوام مومي

XS
SM
MD
LG