د کابل د پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان نیټه لا معلومه نه ده

په ټاکنو کې د "پراخو درغلیو" له کبله د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون د کابل ټاکنې لغوه اعلان کړې وې

د پارلماني ټاکنو څخه درې میاشتې تېرې شوې خو لا هم د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي چې د کابل د ټاکنو د پایلو د اعلان دقیقه نیټه معلومه نه ده.

د دغه کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته همدومره وویل چې دا پایلې به "ژر" اعلان شي، خو نیټه یې مشخصه نه کړه. نوموړي وویل چې د شکایتونو ارزولو او پلټنې ډېر وخت ونیوه او له همدې کبله دا پایلې لا اعلان شوي نه دي.

په ټاکنو کې د "پراخو درغلیو" له کبله د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون یو وار د کابل ټاکنې لغوه اعلان کړې وې چې د ټاکنو کمیسیون بیا ددوي پرېکړه رد کړې وه.

د تلې د میاشتې په ۲۸ نیټه له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې پارلماني ټاکنې وشوې، خو لا هم معلومه نه ده چې د افغانستان نوی پارلمان به کله خپل کار پیلوي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په چمتوالي بوخت دی. ښاغلي ابراهیمي وویل چې کمیسیون ځینې اصلاحات په دې موخه راولي چې د پارلماني ټاکنو تېروتنې په ولسمشریزو ټاکنو کې تکرارې نشي.

د مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې د ۱۳۹۸ د جوزا په ۲۹ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو د شوراګانو او د غزني ولایت پارلماني ټاکنې یو ځای تر سره شي.