په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه اعلامیه کې په دغه هیواد په پایتخت اسلام اباد کې په لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه ددغه هیواد د چارواکو په څرګندونو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا څرګندونې کیدای شي د افغان کډوالو د ځورونې د یو نوي پړاو د پیل سبب شي.
د دغه سفارت له خوا د شنبې د ورځې ناوخته نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د سیاسي ګوندونو له خوا په تنظیم شویو لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو پرله پسې څرګندونو په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال سخت اندیښمن کړي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو چارواکو له لوري، د اسلام آباد په وروستیو لاریونونو کې په بیا بیا د افغان اتباعو نوم اخیستل او په همدې بهانه د نورو بندیزونو زیاتولو خبري، په پاکستان کې مېشت افغان مهاجر په تشویش کې اچولي، چې ښایي تر همدې نامه لاندې یوځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري په ناحقه توګه افغانان له پراخي ځوروني سره مخ شي".
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر ۲۷ (لیندۍ اوم) اعلان وکړ چې د روان کال له وروستۍ میاشتې ډسمبر وروسته به هېڅ افغان وګړی و نه شي کولای چې له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې واوسيږي.
هغه وویل: "د ډسمبر له ۳۱ نېټې وروسته هېڅ افغان له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدای." هغه وویل چې اجازتنامه به د اسلام اباد د ادارې د مشر (ډپټي کميشنر) څخه اخیستل کېږي.
هغه ادعا وکړه چې دا پریکړه یې په اسلام اباد کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالي ډګو وروستیو لاریونونو کې د یو شمیر افغان ګډوالو د ګډون وروسته کړې ده.
د اسلام اباد د پولیسو مشر سید ناصرعلي رضوي هم یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې په تېرو ورځو کې ۹۵۴ احتجاج کوونکي نیول شوي چې ۵۶ یې افغانان دي، خو نوموړي په دې اړه نور تفصيل ورنه کړ.
خو په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې د افغانستان سفارت په دې خپره کړې اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې بې اساسه بللي او ویلي دي چې افغان کډوال په پاکستان کې په هیڅ ډول سیاسی فعالیتونو کې ښکېل نه دي اوسیدلي، او نه یې په کومو جرمي پیښو کې لاس لرلی دی، هغوی همیشه سوله ایز ژوند تېر کړی، د پاکستان په اقتصاد کې یې خپله مثبته ونډه لرلې ده.
په دې اعلامیه کې په ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه ددغه هیواد د لنډمهاله حکومت پریکړې ته په اشارې ویل شوي: " افغان کډوال چې لا له وړاندې د پاکستان د تېر مؤقت حکومت له وخته را پیل شوې یو لړ پالیسو له امله له محدودیتونو او ویري سره مخ دي؛ هیڅکله نه غواړي چې په سیاسي لوبو او ناندریزو احتجاجونو کې ځان ښکېل کړي".
په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د کډوالو په وړاندې دې د بې باورۍ داسې فضا رامنځ ته نه کړي چې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل وګرځي.
دغه سفارت ویلي چې دا د پاکستان په ګټه هم نه ده بلکې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاتولی شي.
د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې په سیاسي لاریونونو کې د بهرنیو وګړو ګډون غیرقانوني دی او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به ډېر ژر د دغو کسانو په اړه معلومات رسنیو سره شریک کړي.
د پاکستان لنډ مهاله حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په یوه پریکړه کې د دغه کال د نومبر د میاشتې له اول څخه له دغه هېواد څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې لاهم دوام لري. ددې پریکړې وروسته له پاکستان څخه نږدې اته سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان حکومت ددغه بهیر د پیل دمخه ادعا کړې وه چې ددغه هېواد د ناامنیو او جرمنو په پیښو کې افغان ګډوال لاس لري.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ددې اعلامیې دمخه په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو غوڅ اکثريت "قانون مراعتوونکي" دي، چې وضعیت ته یې باید له "بشر دوستانه" نظره وکتل شي.
په پاکستان کې د يو ان اچ سي ار مطبوعاتي دفتر د نومبر پر ۲۸ (ليندۍ اتم) رسنيو ته په استول شوي بيان کې پر دغه هېواد غږ کړی چې "د پناه غوښتونکو خوندیتوب" ته دوام ورکړي.
يو این ایچ سي ار ويلي دي چې په اسلام اباد کې په راتلونکي کال کې پر افغانانو د بندیزونو د احتمالي تطبیق په اړه د رسنیو راپورونه څاري او د نورو جزیاتو ترلاسه کولو لپاره له حکومتي چارواکو سره په تماس کې دي.
دغه دفتر زياته کړې: "موږ په هغو ننګونو، په ځانګړې توګه له امنيت سره پر تړلو هغو، پوهیږو چې حکومت ورسره مخ دی. کډوال د نورو وګړو په څیر د پاکستان د قوانینو پابند دي."
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې نږدې ۶۰۰ زره هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.
ددغو افغانانو اکثریت یې د پاکستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته تللي دي، خو په پاکستان کې د ویزو د تمدید په برخه کې د شتو ستونزو له امله یې خپلې ویزې نه دي تمدید کړي او د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې ده. اکثره دا افغانان لودیځو هیوادونو ته د تللو لپاره په اسلانم اباد کې دیره دي.