سپینه ماڼۍ: دوو اونیو کې ۱۰۵۰۰۰ کسان افغانستان څخه اېستل شوي 

سپینه ماڼۍ وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۲۰۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستل شوي

د کابل د هوايي ډګر د یوې دروازې مخې ته د داعش-خراسان ډلې له ځانمرګي برید وروسته چې له افغانستان څخه د خلکو د اېستلو بهیر ځنډول شوی، بېرته پيل شوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي چې په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې یې د امریکا د پوځ په ۳۵ الوتکو کې ۱۲۵۰۰ کسان له کابل څخه اېستلي دي او نورو هېوادونو ته انتقال کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د تازه اعلامیې په اساس د اګست له څوارلسمې نېټې څخه نیولې تر نن جمعه اګست ۲۷ (وږي۵) پورې له افغانستان څخه ۱۰۵۰۰۰ کسان اېستل شوي دي.

په دوی کې امریکايي او د نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي خو اکثریت یې هغه افغانان دي چې د بهرنیو ځواکونو، نړیوالو ادارو او افغان حکومت سره کار کړی او فکر کوي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند ته خطر دی.

دا بهیر له هغه وروسته ډېر چټک او تېز شو چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو د کابل ښار ونیوه.

سره له دې چې طالبانو له خلکو غوښتي چې له هېواد څخه ونه وځي، خو بیا هم زرګونه کسان د کابل د هوايي ډګر مخې ته راټول شوي چې له افغانستان څخه ځانونه وباسي.

تېره ورځ د همدغو خلکو په منځ کې ځانمرګی برید او ډزې وشوې چې د راپورونو په اساس ۱۳ امریکایي عسکر او څه باندې ۱۰۰ ا فغانان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

دا د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل ډول لومړی ځانمرګی برید و. داعش-خراسان ډلې د دغه برید مسولیت ومانه او د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د دغه برید غچ به واخلي.