سپټمبر کې۵۱۲ ټنه افغاني محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې صادر شوي ـ وزیر

افغان حکومت په دې وروستیو کې له بهرنیو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستل

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر وايي، په تېره سپټمبر میاشت کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت افغاني محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

اجمل احمدي د شنبې په ورځ د اکتوبر پر۵مه«تلې ۱۳مه» په یو ټیټ کې ویلي، چې یاد افغاني محصولات چې ۵۱۲ ټنه کېږي په ۸۳ بېلابېلو پروازونو کې د هند، ترکیې، سعودي، چین، بحرین، کویت،انګلستان، متحده عربي اماراتو او اروپا په ګډون ۱۵ مارکېتونو ته استول شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا امریکا غږ ته وویل، چې بهرنیو مارکېټونو ته په صادر شوو افغان محصولاتو کې تازه او وچه مېوه، لاسي صنایع او تبي بوټي شامل دي.

ښاغلي رسا زیاته کړه:"په تازه مېوه کې، مڼې، انګور، خټکي، زردالو، جوس مېوه، ناک، انار، وچه مېوه کې، بادام، چهارمغز، پسته، لاسي سنایعو کې، غالۍ، نساجي، تالک او یو شمېر نور محصولات شامل دي."

افغانستان په دې وروستیو کې تر نړیوالو بازارونو د خپلو محصولاتو د رسېدو په هدف له ګڼو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستل.