د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له چین سره هوايي دهلېز پرانیست


د افغانستان او چین ترمنځ هوايي دهلېز د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو
د افغانستان او چین ترمنځ هوايي دهلېز د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو

افغانستان له بهرنیو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو په دوام د سې شنبې په ورځ د لړم پر ۱۵مه له چین سره هم هوايي دهلېز پرانیست.

د دغه هوايي دهلېز له لارې به افغانستان په لومړي ځل چین ته شل ټنه جلغوزي صادر کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هوايي‌ د هلېز د پرانیستلو پرمهال وویل چې د افغانستان پټو زېرمو لکه جلغوزي،پیستې او زیرې ته باید د ملي سرمایې په سترګه وکتل شي.

​ښاغلي غني زیاته کړه چې تر دې وروسته به هر کال د لړم ۱۵مه د جلغوزیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د افغانستان د جلغوزیو لویه برخه په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې تولیدیږي، افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال ویلي و چې د دغو ولایتونو جلغوزیو ته به خاصه پاملرنه کېږي.

​​د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي.

د خوست جلغوزي
د خوست جلغوزي

افغانستان تر دې وړاندې له اروپا، هند، ترکیې، سعودي، قزاقستان، ابکستان او روسیې سره هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.

افغانستان د هوايي دهلېزونو په پرانیستلو سره تر ډېره دغه هېوادونو ته وچه او تازه مېوه او قالینې صادره کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې هر کال د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته شااوخوا یو میلیون ټنه افغاني توکي صادروي.

XS
SM
MD
LG