ارګ وايي د نورو طالب بندیانو خوشې کول اصلاً د بحث وړ موضوع نه ده

د افغانستان جمهوري ریاست د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع اصلاً د بحث وړ نه ده.

له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې د دوحې د تړون په اساس د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل درې میاشتې وروسته افغان حکومت باید د دوی پاتې بندیان هم ازاد کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غويي دویمه) وویل: "دا موضوع اصلاً د بحث وړ نه ده، ځکه چې د پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کول هم مشروط په دې و چې طالبان باید سولې ته غاړه کېږدي جګړه ختمه کړي، تاوتریخوالی ختم کړي".

اغلې مورچل وویل طالبانو نه یوازې سولې ته غاړه نده ایښې بلکې تاوتریخوالی یې لاپسې زیات کړی او د سولې له فرصت څخه یې د جګړې لپاره کار اخیستی دی.

فاطمې مورچل زیاته کړه: "د ترکیې په غونډه کې د طالبانو ګډون نه کول د دې ښکارندويي کوي چې طالب اصلاً سولې او سیاسي تفاهم ته ژمن نه دی".

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي و سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د سولې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي، دغه ډله تمه لري چې اوه زره نور بندیان یې هم خوشې شي.

د راپورونو په اساس طالبانو همدا شان له تورو لستونو څخه د دغې ډلې د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه هم کړې ده.

افغان حکومت د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تېر کال څه باندې پنځه زره طالب بندیان له زندانونو څخه خوشې کړل، چې د افغان چارواکو په وینا زیاتره خوشې شوي طالبان بېرته د جګړو ډګرونو ته ګرځېدلي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول د افغان حکومت تر ټولو غلطه پریکړه بللې ده.