د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا: د طالب بندیانو خوشي کول، یا نه خوشي کول د سولې پر بهیر تاثیر نلري


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالب بندیانو خوشي کول او یا نه خوشي کول د سولې بهیر پر چټکتیا خاص تاثیر نه لري.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن سې شنبه ډسمبر اتمه ( لېندۍ ۱۸) رسنیو ته په لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې د تیرو ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدو هم د سولې بهیر پر چټکتیا اغېز ونه کړ.

هغه ویلي د افغان حکومت لخوا خوشي شوو طالب بندیانو د جګړې نه کولو په اړه ژمنې عملي نه کړې چې په وینا یې افغان حکومت یې په ازادېدو د خلکو د اعترضونو سره مخ شوی.

نوموړي زیاته کړې: "د بندیانو خوشي کول او یا نه خوشي کول د سولې پروسې پر چټکتیا خاص تاثیر نه لري، دا تیر ۵۵۰۰ بندیان چې د حکومت لخوا خوشي شول، نه یوازې دا چې د سولې پروسې پر چټکتیا یې اغېز ونه وکړ، بلکې حکومت لا هم د خلکو تر اعتراض لاندې راغی او لا هم دا اعتراضونه دوام لري، د طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او د طالب بندیانو د جګړې لیکو ته د نه تللو ژمنې اخیستل شوي وې، خو له بده بدخته چې نه یې تاوتریخوالی کم کړ او نه یې د جګړې لیکې پرېښودې."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیر ویلي چې طالبان د خپلو ۷زره نورو بندیانو خوشي کولو تمه لري.

تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي وو چې روانه اونۍ د دغه ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له زلمي خلیلزاد سره د نورو مسائلو ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو ازادولو په اړه هم خبرې کړي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون په اساس افغان حکومت له خپلو زندانونو څخه ۵۵۰۰ طالب بندیان ازاد کړل.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي و چې یو شمېر طالب بندیان تر خوشي کېدو وروسته د جګړې لیکو تللي دي. خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG