کروناویروس؛ د هرات روغتون نه لسکونه قرنطین شوي کسان تښتیدلي

د هرات روغتیایي مقاماتو ویلي چې ۳۸ چې ښايي په کروناویروس اخته وي د هرات ولایت د روغتون د قرنطین له مرکز څخه تښتیدلي دي.

د هرات ولایت د عامه روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا، ویلي چې دغه کسانو د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې په ډله ییزه توګه پر روغتیایي کارکوونکو برید وکړ او د هرات روغتون د قرنطین نه وتښتیدل.

ښاغلي تمنا ویلي چې پدغو کسانو کې ۳۶ تنه یث نارینه او دوه یې ښځې وې چې د قرنطین د مرکز د شیشو له ماتولو وروسته د روغتون حویلۍ ته راوتلي او پرته له دې چې امنیتي کسان یې مخه ونیسي ټول له روغتون وتلي دي.

د هرات د عامه روغتیا رئیس وایي یو ناروغ چې د دایکندي اوسیدونکی دی او د کروناویروس یې مثبت دی هغه هم ددغو تښتیدلو کسانو په ډله کې شامل دی.

خو د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده، دا موضوع ردوي او وایي چې یو شمیر مریضان د روغتون د ډاکترانو په مشوره له روغتون رخصت شوي دي.

اوس د هرات په روغتون کې په کرونا ۱۷ تنه اخته کسان په قرنطین کې دي.

د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت د مقاماتو په وینا اوس ضدې هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.