د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې په بهرنیو هیوادونو کې اوسیدونکو ټولو افغان کډوالو ته بریښنايي تذکرې وویشي.
د ملي امنیت شورا د شنبې په ورځ جون ۱۳( غبرګولي ۲۴) د افغان مهاجرینو د وضعیت په باب د یو بحث وروسته دا پریکړه کړې ده.
د ملي امنیت د شورا له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان مرکزي احصایې ریاست به د نورو اړوندو ادارو سره یوځای هغو افغان کډوالو ته چې حقوقي مشکلات لري د پیژندګلوۍ او بریښنايي تذکرو په ورکولو کې په عاجل ډول اقدام وکړي.
The SSL met today and discussed the situation of Afghans abroad. The SSL considered a previous decision and undertook that MoFA, MoRR, and NSIA will start issuing electronic IDs to our citizens abroad to resolve issues they face related to documentation. pic.twitter.com/XSM7QlOjzZ
— Office of the National Security Council (@NSCAfghan) June 13, 2020
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ ته وویل چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د بریښنايي تذکرو د ویشلو پر مسله د ایران او افغانستان ترمنځ په دواړخیزو خبرو کې موافقه شوې ده.
هغه وویل چې ټاکل شوې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د بریښنايي تذکرو د ویشلو د لړۍ د پیل لپاره د مرکزي احصايې یو ۸۰ کسیز پلاوی ایران ته سفر وکړي.
خو د مرکزي احصايې ریاست چارواکي وايي دا پلاوی لا ایران ته نه دی تللی.
د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشینرۍ " یواین ایچ سي ار" د معلوماتو له مخې اوس مهال په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د اوسیدانې په قانوني اسنادو او ۱.۴ میلیونه نور د مهاجرت د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.