د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو د موټر سوځېدل؛ کابل د څیړنو لپاره ایران ته پلاوی لیږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د تصمیم په اساس ټاکل شوې چې د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښې د څیړلو لپاره یو پلاوی ایران ته واستول شي.

له دغه وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یو خپور شوي بیان کې له ایران څخه غوښتل شوي چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د همکارۍ روحیه ولري.

په بیان کې په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډې ته په اشارې ویل شوي: "د حل لارو د موندلو او د وروستیو خواشینوونکو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره پریکړه وشوه ترڅو د افغانستان یو جیګپوړی پلاوی ایران ته سفر وکړي".

ټاکل شوې چې دغه پلاوی د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر د سوځېدو لاملونه وڅیړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د پولو د امنیت لا خونديتوب، د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کمیسارانو د تړون نوي کول چې په ۱۳۳۵ کال کې لاسلیک شوی وو هغه ټکي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په اساس افغان پلاوی به ورباندې له ایراني لوري سره خبرې وکړي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې افغان پلاوی به د پولې په دواړو خواو کې له انساني قاچاق سره د مبارزې، په ایران کې د افغان کډوالو د هویت تثبیتولو د پروسې پیل، په قانوني ډول د افغان کارګرانو د استخدامولو د هوکړه لیک مسودې تنظیمول او له افغان لوري سره یې په ګډه د تطبیقولو په تړاو بحث وکړي.

دغه افغان پلاوی وروسته له هغې ایران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلند ادعاوې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس یوه اونۍ وړاندې د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر د ایراني ځواکونو د ډزو له امله اور واخیست او په کې سپاره درې تنه افغانان مړه او پنځه نور ټپیان شول.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال امریکا غږ ته وویل چې دغه شمېر افغان کډوال په غیرقانوني ډول ایران ته دننه شوي وو او ایراني ځواکونو وروسته له هغې د دوی پر موټر ډزې وکړې چې ډرایور د پولیسو ګواښ ته پاملرنه ونکړه او خپل مزل ته یې دوام ورکړ.

افغان حکومت ویلي چې ایران د پېښې مسولیت منلی او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې د دغه هېواد د عدلي او قضايي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې راوستل شي.

دغې پېښې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه درلودل او یو شمیر افغانانو په کابل، هرات، کندهار، هلمند او ننګرهار کې د ایران ضد لاریونونه وکړل او د دغه هېواد پولیس یې د بشري حقونو پر نقضولو تورن کړل.

د افغانستان جمهور رئيس هم ویلي چې په ایران کې د افغان کډوالو د موټر د سوځېدو پېښه باید د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو مراجعو له خوا په جدي ډول وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG