پریټي زینتا: خوښ یو چې مجیب زموږ لوبډله کې و

پریټي زینتا د پنجاب د لوبډلې مالکه ده او مجیب الرحمن هم په همدغې لوبډلې کې و

د هند د سینما وتلې ستورې پریټي زینتا د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړی مجیب الرحمن په بیساري ډول وستایه.

پریټي زینتا د هند په سترو تجارتي سیالیو، آی پي ال، کې د پنجاب د لوبډلې مالکه ده او مجیب الرحمن هم په همدغې لوبډلې کې لوبیږي.

پریټي چې د خپلو فلمونو له لارې په نړۍ کې مشهوره ده، مجیب الرحمن یې یو فوق العاده لوبغاړی وباله.

هغې په خپل ټویټر کې د مجیب الرحمن په اړه د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې ولیکل "مجیب ښه او فوق العاده استعداد لري. له بده مرغه چې هغه ژوبل شو خو خوښ یو چې هغه زموږ سره د پنجاب په لوبډله کې و."

تېره اونۍ په یوې لوبې کې د مجیب لاس ژوبل شو او په وروستیو تېرو لوبو کې ونه لوبېده. د یکشنبې په ورځ (مۍ۲۰) د پنجاب لوبډله د آی پي اله له سیالیو ووتله.

مجیب الرحمن په اول ځل د آی پي ال په سیالیو کې ولوبېده او ښه وځلېد. مجیب په آی پي ال کې ۱۱ لوبې وکړې او ۱۴ کسان یې وسوځول چې د کرکټ ډېرو مبصرینو او مینوالو وستایه.

مجیب امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې په آی پي ال کې یې نوې تجربې ترلاسه کړې او د هند وتلي لوبغاړي اشوین ورته د یو نوي توپ د کولو چل هم ښودلی دی.

هغه د خپلې لوبډلې له مالکې او مدیریت څخه هم مننه وکړه چې په آی پي ال کې یې ورته د لوبېدو چانس ورکړ. مجیب دا هم وویل چې پریټي زینتا ورڅخه غوښتي وو چې په پښتو کې ورته ستړي مشي وښيي او هغه هم ور وښوده.

پر مجیب سربېره راشد خان او محمد نبي دوه نور افغان لوبغاړي دي چې په آی پي ال کې لوبیږي. دوی تېر کال هم ولوبېدل.

آی پي ال د کرکټ یو ستر لیګ بلل کیږي چې پر هندي مشهور لوبغاړو سربېره د نړۍ یو شمېر مشهورلوبغاړي هم په کې لوبیږي.