د افغانستان د سوداګرۍ خونه د ایران سره په سوداګرۍ کې انډول غواړي

په ۲۰۲۰ کې د ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت خواف ته د ریل ګاډي تګ راتګ پیل شو

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې ګډي خونې چارواکو د پنجشبنې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) په کابل کې په یوه غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په لارو چارو خبري کړي.

د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د کاله دوو میلیارد ډالرو ته رسیږي چې ۹۸ سلنه یې د ایران او یوازې دوه سلنه یې د افغانستان صادرات جوړوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي د ایران د ګمرکي تعرفې لوړوالی د افغانستان د صادراتو په وړاندې عمده خنډ ګڼي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې له ایران سره د سوداګرۍ د توازن برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد د والي او ددغه هیواد کرهڼې او اوبو لګولو وزارت د مرستیال په ګډون یو ایراني پلاوی کابل ته راغلی او د طالبانو د حکومت او خصوصي سکټور له استازو سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې اړوند مسلو باندې خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تیرو ۱۱ میاشتو کې له ایران سره د څه باندې ۱ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې ۹۸ سلنه یې له ایران څخه واردات دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد خبریالانو ته په يو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې په دغه موده کې له افغانستان څخه ایران ته د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالوچ، ممیز، بادام، کنجد او د هندواڼې زړي صادر شوي دي.

ښاغلی جواد وايي چې د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي هم د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري په بشپړه توګه یوه اړخیزه سوداګري ده چې په کال کې د نږدې دوو میلیاردو ډالرو په سوداګرۍ کې یوازې تر ۳۰ میلیونو پورې یې د افغانستان څخه ایران ته صارات او پاتې ټولې پیسې له دغه هیواد څخه افغانستان ته واردات جوړوي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال او له ایران څخه د راغلي پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د مالدارۍ او کرهڼې په سکټورونو کې د ایراني پانګوالو د پانګونې په اړوند مسلو خبرې کړې دي.

تر دې مخکې هم یو ایراني پلاوي کابل ته سفر کړی وو او په افغانستان کې یې د ایراني پانګوالو د پانګونې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزې ګډې خونې د جوړېدو په مسلو د طالبانو د حکومت او خصوصي سکټور له چارواکو سره خبرې کړې وې.