غني په ننگرهار کې د سرغوڅونو د پلټنو امر وکړ

د افغانستان جمهوري ریاست د ننگرهار په ولایت کې سرغوڅونې د قانون پرته، خپلسری او قبیح عمل گڼلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د افغانستان د ولسي جرگې د مرستیال د پلوي ملیسو چلند "د جگړې د حاکمو ملي او نړیوالو اوصولو او قوانینو خلاف" گڼلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د امریکا غږ د یو ایمل په ځواب کې لیکلي دي چې " جمهور رئیس د هیواد د عدلي و قضایي بنسټونو څخه غوښتي چې په دې هکله هر اړخیزې پلټنې وکړي او د قانون سره په مطابقت ددې کار عاملین او د هغې امر ورکوونکي د قانون پنجو ته وسپاري."

وروسته له هغې چې د ننگرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعش ډلې د ولسي جرگې د غړي ظاهر قدیر اړوند څلورو جنگیالیو سرونه پری کړل، دې وکیل ته منسبو ملیشو هم د داعش د څلورو جنگیالیو د نیولو وروسته د هغوی سرونه پرې او په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړل.

د افغنستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال همداشان ویلي دي "د افغانستان خلک له دې سره سره چې د داعش په شان ترهگرو ډلو څخه کرکه لري د قضا بهر، خپلسری او قبیح عمل هم نه مني."

ښاغلي قدیر ددې عمل د توجیه کولو په هکله رسنیو ته ویلي دي چې "په جگړه کې حلوا نه ویشل کیږي" او ادعا کوي چې د داعش جنگیاليو هم د محلي ملیشو د څلورو تنو سرونه پرې کړي دي.

د بشري حقونو د مدافعینو غبرگون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دولتي صلاحیت لرونکو بنسټونو له خوا ددې ډول پیښو پر پلټلو باندې په ټینگار سره وایي هر هغه څه چې په ننگرهار کې پیښ شول غیر قانوني او مردود وگڼل.

ددې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار د امریکا غږ سره په خبرو کې د ظاهر قدیر پلوي ملیشې د نظام له دایرې څخه وتلي ځواکونه وگڼل او ویې ویل چې هغوی د قانوني مراحلو پرته په صحرایي محاکمې لاس پورې کړې دی.

د بشري حقونو څار سازمان هم د هغه څه په اړه د اندیښنې په څرگندولو سره چې په ننگرهار کې پیښ شول دا ډول پیښې "ډیرې خطرناکې" گڼلی دي.

ددې سازمان د افغانستان د څانگې لوړپوړې څیړونکې پتریشیا گاسمن، د امریکا غږ د یو پیغام په ځواب کې لیکلي چې په تیر کال کې په څو مواردو کې دولتي مقاماتو او زوراکو کسانو د خپل فرمان لاندې ملیشو څخه پرته له قانوني تعقیب د طالبانو او یاغیانو پر وړاندې کار اخیستی دی.

میرمن گاسمن زیاته کړې چې د څو بوگنونکو جنایتونو د ترسره کولو سره سره د زوراکو کسانو اړوند مایشې د خپلو اعمالو په ځواب نه دی ویلی او د هغې په وینا ددې ډول اقداماتو د کنترول لپاره د افغانستان د حکومت چلند هم چندان هیله ناک نه و.

د افغان سیاستوالو غبرگون

د افغانستان ملي شورا هم تر اوسه د هغه څه په هکله د ولسي جرگې مرستیال ته نسبت کیږي غبرگون نه دی ښودلی خو یو شمیر افغان وکیلانو دغه عمل تقبیح کړی دی.

د ولسي جرگې غړي عبدالجبار قهرمان د امریکا غږ ته وویل هغه څه چې په دې وروستیو کې په ننگرهار کې ترسره شول، د هرې ډلې له خوا چې وي، هغه د اوصولو او پرنسیپونو له لحاظه، د نړیوالو، انساني، مذهبي او الهي اوصولو له لحاظه د هیڅ ډول اوصولو سره تطابق نه لري، بالکل د تقبیح وړ دي. هغه وایي "هر طرف چې دغه ډول عمل ترسره کوي، باید تقبیح شي."

د ظاهر قدیر د ملیشو د چلند په اړه زیات شمیر منتقدینو د اندیښنې په څرگندولو سره ویلي دي چې ددې وضیعت په دوام سره د قانون او دولت حاکمیت تر شعاع لاندې راځي او ټولنه د گډوډۍ خواته بیایي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې "... د تاریخ په اوږدو کې هیڅ بی بندوباره ځواک ټینگ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی. هیڅکله هم. خلکو غوڅ شوي سرونه زیات لیدلي دي، خو جلاد یې په څرگنده د قانون جوړونکي په موقف او د ملت د استازیتوب پر چوکۍ ناست لږ لیدلی دی. یا یې هم هیڅ نه دی لیدلی."