د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې په رسنیو کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له خوا د ساه لرونکو انځورونو د اخیستلو او د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د هلمند ولایتي چارواکو هم د رسنیو د مسوولینو او خبریالانوڅخه غوښتي چې د ساه لرونکو انځورونو د اخیستلو او د خپریدو څخه دې ډډه وکړي.
دغه مرکز د جمعې د ورځې ناوخته اکتوبر۲۵ (لړم څلورم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هلمند په ولایت کې د طالبانو چارواکو دا مسله رسنیو او خبریالانو ته په رسمي ډول اعلان کړې، چې پر عملي کیدو سره به په دغه ولایت کې سیمه ییزې تلویزیوني خپرونې هم بندې شي.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المکنکر وزارت د اکتوبر په ۱۴ ( تلې ۲۳) د امربالمعروف قانون د پلي کیدو ژمنه کړې وه.
په دغه قانون کې د دغه وزارت محتسبینو ته ددې اختیار ورکړل شوی چې د هغو رسنیزو خپرونو مخه ونیسي چې په کې د ساه لرونکو شیانو تصویرونه شامل وي. ددغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي وو چې په پام کې لري چې دا قانون په تدریجي ډول پلی کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د ساه لرونکو انځورونو د اخیستلو او د خپریدو امر تیره ورځ په رسمي ډول د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ امر مولوي شیرمحمد وحدت له خوا د دولتي ادارو د چارواکو او خبریالانو ترمنځ په لښکرګاه کې په یوه ګډه غونډه کې اعلان شو. وحدت ویلي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پراساس د ساه لرونکو شیانو تصویر اخیستل منع دي".
د افغان خبریالانو د ملاتړ دغه مرکز ویلي چې اوس مهال په هلمند ولایت کې د ملي تلویزیون ولایتي خپرونې او د سباوون په نوم د یو خصوصي تلویزیون خپرونې لا هم دوام لري چې ددې پریکړې په عملي کیدو سره به دا دواړه تصویري رسنۍ هم بندې شی.
همداشان په دغه ولایت کې څلور راډیوي خپرونې چې په ټولنیزو رسنیو کې په انلاین بڼه هم فعالې دي اړ شوي چې د طالبانو ددې امر څخه اطاعت وکړي. طالبانو پر افغانستان باندې ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته پر رسنیو باندې د تصویر اوعکس د اخیستلو بندیز لومړی د همدې هلمند ولایت څخه پیل کړی وو، چې بیا یې بیرته خپله پریکړه واخیسته او رسنیو ته یې د تصویر او عکس اخیستلو اجازه ورکړه، چې اوس تازه دا پریکړه د امربالمعروف د قانون د غوښتنو له مخې بیا په دغه ولایت کې عملي کیږي.
طالبانو د هلمند ولایت سربیره د کندهار، تخار او بادغیس په ولایتونو کې هم سیمه ییزې رسنۍ او خبریالان د ساه لرونکو شیانو د تصویر او عکس اخیستلو او د رسنیو له لارې د خپرولو څخه منع کړي، چې له امله یې په دغو ولایتونو کې سیمه ییزې تصویري رسنۍ هم بندې شوي دي. د افغانستان د خبریالانو د مرکز ویلي چې د لوګر، ميدان وردګو او دايکنډي په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو خبريالانو هم دغه مرکز ته ویلي چې، په دې ولايتونو کې هم د دې محدوديتونو د رسمي پلي کېدو نښې ليدل شوي دي.
د طالبانو د امربامعروف او نهی عن المنکر قانون چې په نړیواله کچه غندل شوی په کې د رسنیو مسوولین د شریعت سره سم په خپرونو، په خپرونو کې د مسلمانانو د سپکاوي مخیوی اوپه خپرونو کې د ساه لرونکو شیانو د تصویرونو اوعکس د خپریدو څخه منع کړي دي.
طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم د تلویزیوني خپرونو خپریدل او د عکس او تصویر اخیستل په بشبړ ډول منع کړي وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پر مهال ۸۴۰۰ ډول ډول رسنیو فعالیت درلود، خو د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د یو راپور له مخې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ددغه شمیر نږدې نیمايي رسنۍ بندې شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.