لوګر کې دې د زده کوونکو د جنسي ځورونو ادعاوې وڅېړل شي ـ اروپايي پارلمان

اروپايي پارلمان د لوګر ولایت د ځینو ښوونځیو پر هلکانو زده کوونکو د جنسي ځورونې د ادعاو په اړه له افغان حکومت څخه د یو اړخیزو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

اروپايي پارلمان ویلي، چې په لوګر ولایت کې د زده کوونکو هلکانو د جنسي استفادې د راپور په اورېدو او دا چې په دې برخه کې د ځینو بشري حقونو د مدافعینو د هڅو مخه نیول شوې اندېښمن دي.

یاد پارلمان پخپل راپور کې د افغانستان په ځيو سیمو کې د بېوزله او غریبو کورنیو له ماشومانو څخه د یو شمېر زورواکانو لخوا د جنسي غلامۍ یا «بچه بازۍ» د استفادې په اړه اندېښنه څرکنده کړې ده.

دغه پارلمان له افغان حکومت او سیمه ییزو چارواکو څخه هغوښتنه کړې ده، چې د یادې پدیدې د مخینوی پرخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.

اروپايي پارلمان افغان حکومت ته وړاندیز کړئ، چې د «بچه بازۍ» د مخنیوي په اړه یو ملي کمپاین تر سره کړي، چې په وینا یې یوازي عامه پوهاوی او د قانون حاکمیت یې مخه نیولی شي.

اروپايي پارلمان پر داسې مهال په افغانستان کې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه اندېښنه ښيي، چې تېره میاشت د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه راپور ورکړل شو.

خو د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن جمعه د «لېندۍ پر۲۹مه» ویلي، چې د یادو ادعاو د څېړلو په اړه د دوی کارونه روان دي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د لوی څارنوالۍ حقیقت موندونکي پلاوي، په دې اړه له راپور ورکوونکو، د پوهنې وزارت له مشرتابه، د بشري حقونو کمېسیون او یو شمېر نورو اړوندو برخو سره کتلي او دا مهال په لوګر ولایت کې د خپلو څېړنو په حال کې دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړې:"لوی څارنوالۍ څو اونۍ مخکې د خپل یو مرستیال په مشرۍ یو پلاوی وټاکه، تر څو دغه قضیه، په عادلانه، جدي او خپلواکه توګه وڅېړي او د خپلو څېړنو په رڼا کې قانوني پرېکړه وکړي."

رسولي ویلي، چې د لوی څارنوالۍ د پلاي څېړنې او فیصله به ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره شریکه شي.

تېره میاشت د موسی محمودي په نوم د لوګر ولایت د مدني ټولنې مشر له ګارډین ورځپاڼې سره مرکه د لوګر ولایت په ځينو ښوونځيو کې د هلکانو د جنسي ځورونې په اړه راپور ورکړ، چې وروسته یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم د یادو ادعاو په اړه تر خپلو څېړنو وروسته امریکا غږ ته وویل، چې په لوګر ولایت کې د زده کوونکو هلکانو د جنسي ځورونې په اړه ورکړل شوي راپورونه غلط دي.

د لوګر ولایت د هلکانو په یو شمېر ښوونځیو کې د جنسي ځورونې تر ادعاوو وروسته ولسمشر غني لوی څارنوالۍ او بشري حقونو کمېسیون ته په دې اړه د څېړنو سپارښتنه وکړه.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د روانې لېندۍ میاشتې پر ۱۳مه په دې اړه څېړنې پيل کړې، چې تر اوسه روانه دې.

تر دې مخکې یو شمېر نورو بهرنیو بنسټونو هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له افغان حکومت څخه د شفافو څېړنو غوښتنه کړې وه.