آیا د افغانستان د سولې بهیر پر سم لور روان دی؟

افغان حکومت په دې ورستیو کې سلګونه طالب بندیان ازاد کړي

په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي طالبان بین-الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي، افغان حکومت په ټول بهیر کې د افغانانو د غوښتنو په عملي کولو ټینګار کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن د (جون ۱۲-دغبرګولې۲۲) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې وویل" د سولې مشورتي جرګه د لارې نقشه افغان حکومت ته وړاندې کرې چې ګام په ګام به پلي کیږي. "

د طالب بندیانو خوشې کول د مشورتي لویې جرګې یوه غوښته وه چی د پلي کولو لپاره یې ولسمشر غني تیره اونۍ یو فرمان صادر کړ. طالبانو او امریکا د افغان حکومت د دغه اقدام ستاینه وکړه. څیړونکي ویره لري چې خوشې شوي زندانیان به بیا جنګ ته مخه کړي.

د انتقالي عدالت د ډلې غړی، عبدالرحیم جامي وایي چې مخکې هم طالب بندیان له خوشې کیدو وروسته د جګړو لیکو ته تللي دي.جامي وویل " د بندیانو خوشې کول قانوني نه، سیاسې بڼه لري."

د کابل او واشنګټن تر منځ همغږي

له ځینو اختلافاتو وروسته، د افغانستان ولسمشر د لمړي ځل لپاره منلې چې د کابل او واشنګټن تر منځ د سولې اړوند معلومات په اساسي او دوامداره توګه شریک کیږي.

تردې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار، حمد الله محب ویلي وو چې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه د افغان حکومت اندېښنې کمې شوې دي.

سیاسي څیړونکي جاوید کوهستاني امریکا غږ ته وویل چې ممکن امریکا له طالبانو سره د بحثونو ټول جزییات افغان حکومت سره شریک نکړي.

کوهستاني ووی :" کیداې شي چې امریکا په مکمله توګه د طالبانو سره د لیدنو جزییات افغان چارواکو سره شریک نکړي ځکه چې په هغه کې د امریکا د ګټو مسله ده خو په عمومي ډول داسې ښکاري چې دغه معلومات د مستقیمو لیدنو په ترڅ کې افغان حکومت سره شریک کړي."

نړیوالې هڅې

افغان حکومت وایې د دایمي سولې او امنیت لپاره مثبته نړیواله فضا رامنځته شوې ده.خو څېړونکي وایي چې نړیواله ټولنه خپلو ګټو ته توجه کوي.

سیاسي کارپوه خلیل رومان امریکا غږ ته وویل " لا وختي ده چې ووایو نړیوال هیوادونه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي. "

رومان زیاته کړه" هغه هیوادونه چې په جنګ کې ښکیل دي او تجهیز او تمیل کوي، د افغانستان له جنګ څخه ستړي شوي، په خاصه توګه امریکا او متحدین یې، او د خپلو ګټو خلاف یې ګني. نو له دې اړخه د جنګ د ختمیدو هیلي رامنځ ته شوی."

ملي او سیمه ایزه اجماع

افغان حکومت وایې چې د افغانستان د سولې په هکله د سیمه ایزې اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي. سیاسی څیړونکی وحید مژده وایې چې یوازې د جنګ د ختمیدو په خاطر ملي اجماع موجوده ده.

مژده وویل" په پرنسیب کې د افغانستان د جنګ د ختمولو او په نظام کې د طالبانو د شاملولو په هکله یو عمومی ملي، سیمه یز او نړیوال تفاهم موجود دی، خو لا وختي ده چې د سولې د راتلو په هکله د ملي اجماع د شتون خبره وکړو."

خلیلزاد تر دې دمه اوه ځلي د طالبانو له استازو سره لیدلي دي. تر اوسه دواړو خواوو له افغان حکومت سره د طالبانو مستقیمو خبرو او د روانې جګړې د ختمولو لپاره زمینه برابره کړې نه ده.