د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو غونډه خلاصه شوه؛ "پرمختګ" شوی، "موافقه" نه ده شوې


تېر ځل هم په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ غونډه کې شوې وه
تېر ځل هم په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ غونډه کې شوې وه

په مسکو کې د طالبانو د استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو ترمنځ غونډه له کومې پرېکړې پرته پای ته رسېدلې ده.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۹) په مسکو کې وشوه. طالبان وايي په غونډه کې د افغانستان په سولې او ثبات او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوي دي. دا د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو ترمنځ دویم "بین الافغاني مذاکرات" وو. تېر ځل هم دا مذاکرات په مسکو کې شوي وو.

رویټرز خبري اژانس په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې لیکلي دي "مذاکرات بریالي وو، موږ راضي یو او هیله لرو چې په آینده کې هم دا ډول مذاکرات وشي". دی وايي چې د اوربند پر یوې طرحې هم خبرې وشوې، خو جزییات یې نه دي ورکړي.

تر دغې غونډې یوه ورځ مخکې د افغانستان- روسیې د اړیکو د لمانځلو په سل کلنو مراسمو کې ځینو افغان سیاستوالو له طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې په اختر کې اوربند وکړي.

په افغان سیاستوالو کې د پارلمان مخکنۍ غړې فوزیه کوفي هم د دغې غونډې له ګډونوالو څخه وه. هغې له غونډې څو شېبې وروسته په خپل ټویټر کې لیکلي چې سوله طالبانو ته د تسلیمۍ او "د هغوی نظام ته، د بېرته ستنېدلو" په مانا نه ده.

د مسکو غونډه د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو، چې په قطر کې کیږي، برخه نه ده.

د سولې او بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د خبرو اترو شپږم پړاو ختم شو، په دغو خبرو کې هم د پرمختګ خبرې کیږي خو لا کوم توافق نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG