له طالبانو سره دې سوله کې بېړه ونشي- کارپوهان

زلمي خلیلزاد هیله ښودلې چې ښايي له طالبانو سره سوله وشي

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې هلو ځلو زور اخیستی، ځینې افغان او امریکايي کارپوهان اندېښنه لري چې په دغه کار بېړه خطرناکه تمامېدای شي.

په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د سولې انستیتوت له طالبانو سره د سولې په روانو مذاکراتو او احتمالي تړون باندې د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۹) غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې امریکايي او افغان کارپوهانو په عمومي ډول د افغانستان او له طالبانو سره د سولې په اړه د واشنګټن او افغان حکومت اوسنۍ تګلاره وستایله، خو د سولې د احتمالي تړون په اړه یې اندېښنې هم ښکاره کړې.

د افغانستان د څېړنو او ارزیابۍ د ادارې مشرې اورځلا نعمت، چې له کابل نه د سکایپ له لارې غونډې ته بلل شوې وه، له امریکایي چارواکو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان لاس ته راوړنې د سولې په تړون کې د بیړې قرباني نه کړي.

اورځلا نعمت وویل "موږ په لومړي ځل سولې ته نژدې شوي يو. دا یو مثبت اقدام دی، خو د سولې د عملي کېدو وضاحت نشته. سوله به څنګه کیږي؟ ایا په دولت کې دننه بل دولت جوړیږي؟ د ښځو ځای باید په مذاکراتو کې معلوم وي، ښځې ډېرې لاس ته راوړنې چې باید د سولې په تړون کې د بېړې قرباني نشي."

هغې له امریکایي او افغان چارواکو وغوښتل چې په دې اړه پوره سپیناوی ورکړي او د موقتي اوربند پر ځای پر اوږدمهال حل فکر وکړي.

د سیاسي چارو امریکايي کارپوه جایسن کمپل هم په دې ټېنګار وکړ چې باید د سولې تړون او د عملي کېدو تګلاره څرګنده شي.

ښاغلي کمپل وویل باید په دغو مذاکراتو کې د ښکېلو غاړو په ګډون د مدني ټولنو، ښځو د حقونو او نورو برخو د استازو نظریات او اندېښنې هم په پام کې ونیول شي.

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د انتقالي حکومت مسئله هم راپورته شوې ده، اسوشیتډپرس د ځينو طالب چارواکو له خولې لیکلي وو چې طالبانو د سولې د تړون لپاره د انتقالي حکومت وړاندیز کړی، خو د طالبانو ویاند دا خبره رد کړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ سرپرستې استازې لاورل میلر هم له دې پلوه اندېښنه وښوده او وویل چې له افغان وسله والو طالبانو سره د سولې په تړون کې بېړه خطرناکه تمامېدی شي.

هغې وویل" امریکا د افغانستان سیاسي حل ته کار کوي، خو که بېړه وشي، خطرناکه پریوځي. که په بېړه کېدونکی تړون له هرې لارې عملي کیږي، خطرناک تمامېدی شي، که د انتقالي حکومت له لارې هم وي، خطرناک تمامېدی شي، موږ لیدلي چې انتقالي حکومتونه ناکام او کمزوري ثابت شوي دي."

مېرمن میلر وویل اوسنی افغانستان د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس د وخت افغانستان نه دی او باید دا حقیقت درک کړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله ښودلې چې ښايي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پورې له طالبانو سره د سولې تړون وشي.