روسیه، چین او پاکستان په افغانستان کې د داعش په گواښ بحث کوي

کابل او د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو سره د روسیې پر مستقیمو تماسونو انتقاد کړی دی

د چین، پاکستان او روسیې لوړپوړي مقامات سبا د سه شنبې په ورځ په مسکو کې په هغه څه بحث کوي چې دوی یې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې مخ په زیاتیدونکی گواښ گڼي.

دغه درې واړه هیوادونه وایي چې ښایي ایران هم په راتلونکو کتنو کې برخه واخلي.

چین او پاکستان له افغانستان سره مستقیمه پوله لري په داسې حال کې چې روسیه د هغو سخت دریځو په اړه اندیښمنه ده چې ښایي د تاجکستان او ازبکستان په څیر د منځنۍ اسیا د هیوادونو د سرحدونو په لور پرمختگ وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به په دغو غونډو کې گډون ونه کړي او د رپوټونو له مخې ښاغلي غني ددغه غونډې انگیزې تر پوښتنې لاندې راوړي دي.

کابل او د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو سره د دغو دریو هیوادونو پر مستقیمو تماسونو انتقاد کړی دی.

کار پوهان وایي روسیه او پاکستان ښایي ووایي چې هغوی یواځې غواړي د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې گړندۍ کړي او ښایي استدلال وکړي چې د افغانستان د پوځ عملیاتو داسې ساحې رامنځ ته کړي چې د داعش په څیر ترهگرۍ ډلې کولای شي هلته اډې جوړې کړي.

خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان نیکلسن، ویلي دي چې دغه ډول څرگند تماسونه یواځې د افغانستان حکومت ته تاوان رسوي او یاغیان قوي کوي.