طالبان: افغانستان اوو میاشتو کې د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي

عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایی، روان کال د سیمي او نړۍ یو شمېر هیوادونو ته د افغانستان محصولاتو په صادارتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یاد ریاست نن سه شنبه نومبر اتمه (لړم ۱۷) ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د یو میلیارد او ۸۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د راپور له مخې د افغانستان د محصولاتو ۹۳ سلنه چین، قزاقستان، تاجیکستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، عراق، ایران، هند او پاتې درې سلنه یې د نړۍ یو شمېر نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د راپور له مخې د افغان صادراتو لویه برخه د ډبرو سکاره، هنجه، جلغوزي، مالوچ، انګور، انار، ممیز، انځر او ترکاري ترڅنګ یو شمېر نور محصولات شامل دي.

بلخوا د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د افغانستان د محصولاتو زیات صادارت پاکستان، هند او تاجیکستان ته شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې له دغې جملې څخه د ۷۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات پاکستان، د ۲۰۷ میلیون ډالرو په ارزښت هند او د ۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات تاجیکستان ته تر سره شوي دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې تیر کال د افغان محصولاتو د صادارتو کچه ۸۶۳ میلیون ډالرو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د نړۍ یو شمېر هیوادونو سره د افغانستان هوايي دهلېزونه بند شوي چې له امله یې د صادراتو کچه هم ټکنۍ شوې وه. خو د طالبانو حکومت په دې وروستیو له چین او هند سره د هوايي دهلېزونو پرانیستلو خبر ورکړی دی.

طالب چارواکو د روان میلادي کال د اکتوبر پر لسمه (تله ۱۸) له چین سره د هوايي دهلېز بیرته پرانیستلو وروسته هغه هیواد ته د هوايي دهلېز له لارې د ۲۰ ټنه جلغوزیو د صادرېدو وویل.

د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت تر واک لاندې د اوسپنې پټلۍ ادارې د سپټمبر میاشتې پر ۱۰( وږې ۱۹) د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلېز رامنځته کېدو خبر هم ورکړ.