د افغانستان او ایرلنډ لوبه؛ ګربز په خپلې لومړۍ نړیوالې لوبه کې سلیزه وکړه

د افغانستان او ایرلنډ د یوې ورځینیو لوبو د سریس لومړنۍ لوبه کې چې نن اماراتو کې پیل شوه د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمان الله ګربز پکې سلیزه جوړه کړه.

دا د ګربز لومړنۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه ده. که څه هم تنکیو استعدادونو ته نړیواله لوبه ستونزمنه وي خو دغه ځوان لوبغاړي په دې لوبه کې سلیزه پوره کړه او د افغانستان په کچه یې ریکارډ جوړ کړ.

افغان لوبغاړي

په دې بنسټ رحمان الله ګربز د نړۍ ۱۶، د اسیا په کچه شپږم او لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړنۍ نړېوالې یوه ورځینۍ لوبه کې سلیزه جوړوي. هغه په ۱۱۵ توپونو خپله سلیزه پوره کړه.

رحمان‌ الله ګربز ۱۲۷ توپونه ولوبول او د افغانستان لپاره یې لپاره یې ۱۲۷ ارزښتانکې منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان او ایرلنډ د یوې ورځینیو نړیوالو لوبې سریس نن پنجشنبه جنوري ۲۱ (سلواغه ۲) د اماراتو به شیخ زاید لوبغالي کې پیل شو.

د لوبې پچه افغانستان وګټله، افغان لوبغاړو د جاوید احمدي او رحمن الله ګربز په ملګرتیا توپ وهنه پیل کړه.

د افغانستان او ایرلنډ نننۍ لوبې کې تر دې دمې په توپ وهنې کې افغانستان په ۴۵ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوزېدو ۲۱۱ منډې کړي.

د افغانستان هدف ټاکلو وروسته به ایرلنډي لوبغاړي توپ وهنه پیل کړي.

امریکا غږ د دغه لوبې په اړه وروستي جزییات له تاسو سره شریکوي.