افغانستان په تکواندو کې اسرایل ته ماتې ورکړه

 نیکپا په اولمپیکي سیالیو کې د افغانستان یوازینی مډال ګټونکی تکواندو کار دی

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبدلې وتلي ستوري روح الله نیکپا د تکواندو د نړیوالو سیالیو په درجه بندۍ کې ۳۸ مقام ته پورته شو.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون چارواکي وایي نیکپا مخکې په خپل وزن کې د نړۍ په درجه بندۍ ۱۲۸ نمبر و.

نیکپا په وروستیو سیالیو کې خپل هم وزنه اسرایلي او لتویايي سیالان مات کړل خو برازیلي سیال ته یې وبایلله. روح الله ۶۸ کیلو ګرامه وزن لري.

نیکپا په اولمپیکي سیالیو کې د افغانستان یوازینی مډال ګټونکی تکواندو کار دی.

د افغانستان د تکواندو د فدراسیون یو چارواکي نجیب الله سکندر په خپل فیسبوک کې لیکلي "ښاغلي نیکپا په دغو بریاو سره د نړۍ په درجه بندۍ کې له ۱۲۸ څخه ۳۸ ته پورته شو".

د ښاغلي سکندر په خبره په دا ډول بریاو سره د ۲۰۲۰ کال اولمپیکي سیالیو ته د لار موندنې چانسونه او په دغو سیالیو کې د افغانستان ونډه زیاتیږي.

پر ښاغلي نیکپا سربېره محسن رضايي، حکمت الله او سمیع غلامي هم د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو برخه لرله، خو کوم سیالي یې ونه ګټله

دا سیالۍ په جنوبي کوریا کې روانې دي چې د ۱۸۳ هېوادونو ۹۳۷ تکواندوکارانو په کې له یو بل سره سیالۍ کوي او د جمعې په ورځ به ختمې شي.