افغان حکومت په زرمت کې د ملکي تلفاتو پلټنه کوي

تصویر له ارشیف څخه

د افغانستان د امنیت شورا وايي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې پلټي.

د ملي امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې (اګست۱۴- زمري ۲۳) اعلامیه وايي چې د هغو عملیاتو په اړه به پلټنې کیږي چې "د وسله والو طالبانو په ګډون پکې زموږ یو شمېر ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده". وايي ولسمشر غني د دغو پلټنه لارښوونه کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې له ټولو هغو پوځي چارواکو به جدي تحقیقات کیږي چې په دغو عملیاتو کې یې ونډه لرله. اعلامیه وايي "ګرم پېژندل شوي کسان به ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې به چلند ورسره وشي."

راپورونه وايي چې د اختر په ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا ۱۱ ولسي خلک وژل شوي دي، په همدې حال کې یوناما هم په دغو عملیاتو کې د ملکیانو په تلفاتو اندېښنه ښودلې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

​یوناما وايي په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۱۳۶۶تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما وايي د یادو تلفاتو ۳۸ سلنه د طالبانو، ۱۱ سلنه د داعش، او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو وسله والو لخوا رامنځته شوې ده.