غني ټرمپ ته: له تاسو سپین چک نغواړو

ولسمشر غني ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له فساد سره کلکه مبارزه کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ سره ولیدل.

دواړو مشرانو له خپل ملاقات نه وروسته د نیویارک په ښار کې خبریالانو ته لنډ معلومات هم ورکړل. ولسمشر غني له ښاغلي ترمپ څخه مننه وکړه چې د اسیا او افغانستان په اړه یې مشخصه تګلاره وټاکله.

هغه د امریکا نوې تګلاره یوه تاریخي پرېکړه وبلله. ښاغلي غني همدغه راز ولسمشر ټرمپ ته وویل چې افغانستان له امریکا څخه سپین چک نغواړي او افغانستان پوهیږي چې له فساد سره څنګه مبارزه وکړي.

ښاغلي غني امریکایانو ته ډاډ ورکړ چې پوځ به يې په افغانستان کې په جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلي بلکې دا عملیات به افغان امنیتي ځواکونو کوي.

ولسمشر ټرمپ بیا د افغان امنیتي ځواکونو مورال وستایه او وویل چې هغوې خپله دنده په ښه ډول مخ ته وړي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ۲۰ ډلې دي چې " موږ ورته کلک ګوزارونه ورکړي او د هغوې له ماتولو پرته بله لار نلرو". هغه وویل خوشحاله دی چې ولسمشر غني یې میلمه دی.

ولسمشر ټرمپ د ولسمشر غني د ملاقات یادونه په خپل ټویټر کې هم کړې ده.

دغو دواړو مشرانو د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې سره ولیدل.

ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه. په تګلارې کې پر پاکستان غږ شوی چې د ترهګرو په ځپلو کې لاس په کار شي.