نن سه شنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۷) د زمبابوې د هرارې په ښار کې د افغانستان او کوربه هېواد د کرکت لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه.
د لوبې تر پیل کېدو مخکې هم باران شوی و او له همدې کبله لوبڅارانو پرېکړه وکړه چې د ۵۰ اوورونو لوبه ۲۸ اوورونو ته کمه کړي. یو اوور (Over) شپږ بالونه دي.
افغان کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه او افغان لوبغاړو د زمبابوې د سر پنځه لوبغاړي یې ډېر ژر وسوځول.
عظمت الله عمرزي څلور او الله محمد غضنفر د زمبابوې یو لوبغاړي اوټ کړل.
زمباوې په نهو اوورونو کې ۴۵ منډې کړې وې، چې بیا باران پیل شو او دا ځل یې لوبه ختمه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي: «د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه په هرارې کې د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده. افغان اتلان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د یادې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.»
افغانستان د یوې ورځنیو لوبو تر پیل مخکې له زمبابوې څخه د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ ۲-۱ ګټلې وه.
د افغانستان د کرکټ لوبډله زمبابوې ته تللې او له یوې ورځنیو لوبو څخه وروسته د دوی ترمنځ د ټست دوې لوبې هم پیل کېږي.