افغانستان د امریکا د پوځي مرستو د زیاتوالي هرکلی وکړ

عکس: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ)

د افغانستان له ځواکونو سره د متحده ایالاتو په مرستو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو د زیاتوالي له اعلان وروسته د افغانستان حکومت د امریکا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌ الله اندړ د یکشنبې په ورځ د مې ۳۰ (غبرګولي نهمه) وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: "موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او ګډ کار هوډ لرو او دا مو ثابته کړې هم ده".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې تیره اونۍ د امریکا د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال سره په خبرو کې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

جمهور رئیس جوبایډن دوه ورځې وړاندې د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د امریکا د دفاعي بوديجې په اړه معلومات ورکړل چې په کې ټوله وړاندیز شوې بودیجه ۷۱۵ میلیارد ډالر ده او ۳.۳ میلیارده یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې شوې ده.

دا اندازه ۳۰۰ میلیون ډالر تر هغو مرستو زیاته ده چې امریکا تېرکال افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته ورکړې وې. که د امریکا کانګرس دا بودیجه تصویب کړي، نو دغه پیسې به د افغانستان د څه باندې ۳۵۰زره امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو په روزنې، تجهیز او د هغوی د تاسیساتو په رغولو ولګول شي.

پر پوځي مرستو سربېره افغانستان به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ هم ډېرې مرستې ترلاسه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د ۲۰۲۲ مالي‌ کال لپاره یې له افغانستان سره د ۳۶۰ میلیون ډالرو مرستو وړاندیز کړی چې د تېر مالي کال په پرتله ۳۴ میلیون ډالر زیاتوالی په کې راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مرستې به د ترهګرۍ او د نشه يي‌ توکو د قاچاقو د مخنیوي‌ او د ښځو د حقونو په ساتنه کې ولګول شي.