د لاس رسي وړ اتصالات

'د ناټو د ماموریت ختمېدل افغانستان سره د همکاریو د ختمېدو په معنی نه دي'


ناټو دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۷۰۰۰ سرتیري لري.
ناټو دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۷۰۰۰ سرتیري لري.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي د دغه سازمان د ماموریت ختمېدل له افغانستان سره د همکاریو د پای ته رسېدو په معنی نه دي.

نوموړي پرون پنجشنبه ناوخته مۍ شپږمه (غوايي ۱۶) خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دغه تړون ماموریت د ختمېدو په حال کې دی، خو ناټو به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پای ته رسېدل به له افغانستان سره د همکاریو نوی فصل پرانیزي.

سټولټبرګ همدارنګه ویلي چې دوی اوس له افغانستان سره د مالي مرستو برابرولو، زده کړو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د لارو چارو لټولو په حال کې دي.

هغه په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړ جاړي له لارې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو باندې چې تیرې لاسته راوړنې پکې خوندي شي ټينګار کړی دی او یو ځل بیا یې وویل چې ناټو د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

نوموړي روښانه کړې چې په کابل کې د امریکا حضور لري او په وینا یې له افغانستان سره به پراختیايي، اقتصادي او بشري برخو کې مرستې دوام ولري.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوي چې ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر تر یوولسمې بشپړه شي.

ناټو دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ سرتېري لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تر دې مخکې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به دغه هیواد منزوي نشي، بلکې له نړیوالې ټولنې سره به د اړیکو نوی فصل پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG