افغانستان د زمبابوې سره دوه ټسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي

ټاکل شوې چې دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې وشي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په راتلونکې مارچ میاشتې کې افغان لوبدله د زمبابوې کرکټ لوبډلې سره دوه ټسټ او درې شل اوریزې نړېوالې لوبې کوي.

په پام کې ده چې دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ په وینا د مارچ په لومړیو ورځو کې دوه ټسټ او له هغه وروسته درې شل اوریزې لوبې ترسره کیږي چې د یادې میاشتې تر شلم تاریخ پورې به دوام وکړي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه چې افغانستان او اسټرالیا تېر ډسمبر میاشتې کې ټسټ لوبه وکړي خو د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وینا د کرونا ویروس د بیا خورېدلو له کبله دغه لوبه وځنډول شوه.

افغانستان د بیلابېلو هېوادو سره ګڼې شل اوریزې لوبې کړي، خو دا یې پینځم او شپږم وار دی چې د زمبابوې سره ټست لوبه لوبوي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۷ کې د ټسټ لوبو درجه واخیسه چې تر ننه په همدې فارمټ کې له هند، ایرلنډ، بنګله دېش او ویسټ انډیز سره لوبېدلې دي.

افغانستان له ایرلنډ او بنګله دېش نه د ټسټ لوبه ګټلې خو هند او ویسټ انډیز ته یې بایللې ده.

د ټسټ لوبډلو په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان اوس نهم ځای لري.