په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کروناویروس له کبله ټولې لوبې ځنډول شوې دي، د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان په لومړي ځل د ټسټ په لسو غوره هېوادونو کې راغلی.
د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ مۍ۱ (غويي۱۲) د ټست، یوې ورځنیو او۲۰اوریزو لوبو تازه درجه بندي او د هېوادونو نومونه اعلان کړل.
آسترالیا په ټسټ کې په اول مقام او افغانستان په نهم نمبر راغلی دی. دا اول ځل دی چې افغانستان د ټست درجې په لسو غوره هېوادونو کې ځای مومي. تر افغانستان وروسته بنګله دېش او دوه مخکې هېوادونه ویسټ انډیز او پاکستان دي.
افغانستان په ۲۰۱۷ کې د ټسټ کرکټ درجه ترلاسه کړه او تر دې دمه یې څلور ټست لوبې کړي دي چې دوې یې بایللې او دوې یې ګټلې دي. پر هند او ویسټ انډیز یې بایللې او له بنګله دېش او ایرلنډ څخه یې ګټلې دي.
افغانستان د یوې ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې په خپل لسم مقام کې دی، خو په ۲۰اوریزو سیالیو کې بیا له اتم مقام څخه لسم ته ښکته شوی دی.
په تازه درجه بندۍ کې انګلنډ د یوې ورځنیو لوبو په اول مقام کې دی. انګلنډ د ۲۰۱۹ نړیوال جام هم وګاټه خو افغانستان هلته ټولې نهه لوبې وبایللې.
په ۲۰اوریزو سیالیو کې هم انګلنډ په اول مقام کې دی.
همدغه راز د ۲۰اوریزو لوبو د بالرانو په درجه بندۍ کې افغان بالران راشد خان اول او مجیب الرحمن دویم مقام لري. په یوې ورځنیو لوبو کې بیا مجیب الرحمن درېیم او راشد خان یولسم مقام لري.