پاکستان په افغان مهاجرینو فشار لا زیات کړی

پاکستان پداسې حال کې په افغان مهاجرینو خپل وطن ته د بیرته ستنیدو فشار زیات کړیدی چې نړیوالو په پاکستان په هغه ملک کې د ترهگرو په ضد د اقداماتو غوښتنې ته زور ورکړی.

په پاکستان کې د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې پاکستان د نړۍ پام د اصل مسلې نه بلې خوا ته اړول غواړي ځکه په افغان مهاجرو فشار اچوي.

د پاکستان د پوځ لویی درستیز د شنبې په ورځ د جرمني د میونېخ په ښار کې امنیتې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل "نن زه پدې ویاړم چې زمونږ په ملک کې د ترهگرو منظم پناهځاېونه نشته دی. خو د دې امکان شته چې د مختلفو قومونو سره تعلق لرونکي ترهگر په مختلفو سیمو کې اوسېږي. دغه ترهگر په غرونو، سرحدي سیمو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرینو په ٥۴ کمپونو کې پټ ژوند کوي.

د پاکستان د قبایلې سیمې د امنیتي چارو کارپوه سید عالم امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر دغه وینا یوه هڅه ده چې د اصل ستونزې نه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي."افغان مهاجر د هغو ترهگرو سره هیڅ اړیکې نلري چې د پاکستان پوځ روزلې دي. د جیش محمد جنگیالي څوک دي؟"

جیش محمد یو ترهگره ډله ده چې په کشمیر کې ترهگریز فعالیتونه کوي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یو پخوانې مامور حامد سعید بیا وایي چې د قمر باجوه دغې وینا ته باید د ټولو پېښو سره یوځاې وکتل شي.

هغه وویل "داسې شواهد ترلاسه شوېدي چې په پاکستان کومې حملې شوېدې، په دغو کې ترهگرو د افغان مهاجرینو کمپونه استعمال کړیدي. ترهگر پاکستان ته دننه راځي او په دغو کمپونو کې اوسیږي."

سعید وویل چې د ترهگرۍ د ختمیدو لپاره دا ضروري ده چې افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته لاړ شي.

له بلې خوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم تیره اونۍ ژمنه کړیده چې په دوو کلونو کې به ټول افغان مهاجر بیرته افغانستان ته بوځي.

د پاکستان د پوځ لوېی درستیز د هغې نه وروسته د افغان مهاجرینو په هکله دغه وینا کړیده چې په پاکستان د امریکا او افغانستان لخوا فشار زیات شویدی چې د ترهگرو د پناهځایونو په ضد اقدامات وکړي. پاکستان د ترهگرو د ملاتړ او پناهځایونو تورونه ردوي.