پر افغان ماشومو نجونو جوړ فلم د اوسکار جایزه وګټله

افغانستان کې د نجونو د سکېټ زده کړې په اړه یو مستند فلم د اوسکار جایزه وګټله.

د فلم نوم (په یو جنګ ځپلي هېواد کې د نجونو سکېټ بورډ) دی چې د لنډو مستندو فلمونو په برخې کې جایزې ته نوماند و. دغه فلم د ۲۰۲۰ کال د اوسکار جایزه پرون ماښام (دو شنبه د سلواغې ۲۱) ترلاسه کړه.

دا فلم چې په ۲۰۱۷ کې افغانستان کې جوړ شوی، داستان یې په هغو افغانو نجونو څرخي چې سره ده ډېرو ستونزو د سکېټ بورډ زده کړه کوي.

امریکایۍ فلم جوړونکې کارل دیسینګر چې له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې افغانسان کې په فلم جوړولو بوخته وه، دغه فلم جوړ کړی او برېتانیوۍ الینا اندریچیوا د یاد فلم ډایرکټري کړې ده.

اغلې داسینګر په هغې ویډیو کې چې د اوسکار په ټویټر پاڼې کې خپره شوې افغان انجونې زړه وړې بللي دي "افغان انجونې زړه وړې دي، د دوي ښوونکي دوی ته ښيي چې دوی باید خپل غږ جیګ کړي او ووايي چې زموږ مخه دې څوک نه نیسي."

په عین حال کې د افغان فلم مشرې صحرا کریمي په خپل ټویټر پاڼې کې ویلي"که څه هم دا فلم په افغانستان کې پرته له جواز نه جوړ شوی خو دا چې د اوسکار جایزه یې ګټلې ترې خوښ یو."

دغه فلم تېره اونۍ، بریتانیا کې د بفاتا په نامه د لنډو فلمونو جایزه هم ګلتې وه.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دغه فلم ته د اسکار جایزې د ورکولو په اړوند پراخې تبصرې او ستاینې شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د امریکا غږ د ژورنالیستې ښایسته سعادت لامع یو ټویټ راخیستې چې په کې یې لیکلي دي: "زمونږ زړورو نجونو ته مبارکي وایم. دا ټولو افغان نجونو ته ویاړ دی. دوی جنگ ځپلې سیمه کې په خپل ورځني ژوند کې له سختو واقعیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم مخ په وړاندې ځي."

دا مستند فلم په ٢٠١٧ کال کې په افغانستان کې جوړ شوی دی.