مرستې رسونې اداره: د ' ژمي غلی بحران' د زلزله ځپلو افغانانو ژوند ګواښوي

د مسلم ایډ په نوم یوه نړیواله غیر دولتي اداره وايي، چې په افغانستان کې په ژمی کې په لوړه کچه د هوا د سړیدو سره یوغلی بحران چې د بې شماره افغانانو ژوند چې له وړاندې د روان کال د څو پرله پسې زلزلو له امله اغیزمن شوی ګواښوي.

د مسلم ایډ په نوم دغې نړیوالې غیر دولتي ادارې ویلي چې د هرات په ولایت کې د اکتوبر د میاشتې زلزلو د ۲.۲ میلیونو افغانانو ژوند زیانمن کړی دی، چې له امله یې له ۳۷ زرو څخه زیاتې کورنۍ په ازاده فضا، موقتي پناه ځایونو او یا د اوسیدلو په غیر رسمي ځایونو کې ژوند تیرولو ته اړ شوي دي، چې هغوی یې د هوا اود ساتنې او روغتیا په برخو کې زنمنونکي کړي دي.

دغې ادارې د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۵( مرغومې څلورمه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس مهال ددغه وضعیت څخه ترنورو زیات ښځې او ماشومان کړیږي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵مه) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر یولسمه ( تلې ۱۹مه) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲مه) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو نور زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د مسلم ایډ د ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې په ژمي کې په افغانستان کې یوه ترټولو لویه مسله په ځانګړي ډول د جګړو، طبیعي پیښو او یا د اقتصادي ستونزو له امله کډه شوې کورنۍ ورسره مخ دي، په کافي شمیر د سرپناه نشتون مسله ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"ډیرې کورنۍ په موقتي خیمو یا موقتي ډله ییزو سرپناو کې ژوند کوي چې هغوی د ناروغیو د ګواښ سره مخ کوي. سخت ساړه کولی شي د تنفسي ناروغیواو زکام سبب شي او ژوند ته نور ګواښونه را ولاړ کړي."

مسلم ايډ تینګار کړی چې ددې سربیره ژمی افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب هم زیاتوي.

دغې ادارې ویلي چې کورنۍ د خپلو اړتیاو د موندلو لپاره هڅې کوي او د خوړو نشتون سوتغذیه او د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، چې پر ناروغیو د خلکو د اخته کیدو سبب هم کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" کورنۍ د عنعنوي طریقو په کار اخیستلو سره لکه د لرګیو یا د حیواني فاضله موادو سوځولو ته مخه کوي چې دا کار نه یوازې د ځنګلونو له منځه تللو سره مرسته کوي، بلکې د هوا د ککړتیا له امله دننه په کورونو کې هم د روغتیا لپاره ګواښونه را ولاړوي."

مسلم ایډ ټینګار کړی چې لیرې پرتې سیمې په محدوده کچه، درملو او کارپوه متخصصو روغتیايی کارکوونکو او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي له امله د ځانګړو ګواښونو سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې ناورین ځپلو سره د ګرمو لباسونو او کمپلو د مرستې سربیره هغو کورنیو ته چې په وروستیو زلزلو کې خپل کورونه له لاسه ورکړي د دوه خونو د سرپناه د جوړولو په برخه کې هم کارکوي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ سازمان (اوچا) په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې د اقلیم بدلون په ټول افغانستان کې د اوبو بحران لا پراخه کړی چې ورسره د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې ویجاړونکو زلزلو د خوړو، روغتیا او تغذیۍ په برخو کې د افغانانو اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي."

اوچا ویلي دي چې د دغو کسانو د بشري مرستو د پوره کولو لپاره "۳.۰۶ ملیارد ډالرو" بودیجې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دا بودیجه به افغانانو ته د اوبو، محیطې حفظ الصحې، خوړو، روغتیا، کرنې، پوهنې، سرپناو او نورو برخو کې ولګول شي.