د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: افغانستان په نړۍ کې د خوړو د نه خوندیتوب له پلوه اتم هیواد دی


د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې ددې سره سره چې افغانستان په نړۍ کې د خوړو د نه خوندیتوب له پلوه اتم هیواد دی، دا پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شوی چې سږکال لس میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د هغو افغان کورنیو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې چې د واورو اورښت او یخ له امله یې کلیو ته ټولې لارې بندیږي او د ژمي په رارسیدو یې خوراکي توکو زیرمې هم خلاصیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ ډسمیر ۲۵( مرغومې څلورمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه لنډ ویډیوي پیغام کې ویلي چې په یوداسې هیواد کې چې د هرو دریو تنو څخه یو یې د شپې له خوړو پرته ویدیږي کورنۍ هڅه کوي چې ماشومان ګرم وساتي او ورته خواړه برابر کړي.

خوړو نړیوال پروګرام ویلي:" میلیونونه کسان ژمی کې صفر ته د خپلو زیرمنو د رسیدلو لپاره حساب کوي، په یوداسې هیواد کې چې له وړاندې د هرو دریو تنو څخه یو یې هره شپه له خوړو پرته ویدیږي کورنۍ د خپلو ماشومانو ګرم ساتلو او ورته د خوړو د چمتو کولو هڅې کوي."

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې که څه هم د افغانستان په بازارونو کې خواړه په زیاته اندازه شته دی، خو زیاته کړې ده چې خلکو په بازار کې د اخیستلو توان له لاسه ورکړی دی.

ډبلیو ایف پي، خوړوته د افغانانو د اړتیا په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ملګروملتونو په راروان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري پروګرامو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو ادارو څخه د څه باندې درې میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴(مرغومې درېیمه) د تېرو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږې، اقلیم د بدلون اغیزو، په ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې راروان ۲۰۲۴ کال به هم افغانان ډېر بشري ضرورتونه ولري او اندازه به یې د تېر په څېر زیاته وي.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي: "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي.

اوچا ویلي دي چې د دغو کسانو د بشري مرستو د پوره کولو لپاره "۳.۰۶ ملیارد ډالرو" بودیجې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دا بودیجه به افغانانو ته د اوبو، محیطې حفظ الصحې، خوړو، روغتیا، کرنې، پوهنې، سرپناو او نورو برخو کې ولګول شي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۴۶ میلیونو افغان کډوالو د ستنیدلو اټکل کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې اوس افغانستان په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر له امله په نړۍ کې دوییم هیواد دی چې په لوی شمیر افغانان په کې له خپلو مینوبې ځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي افغانان ژوند کوي چې اکثره یې د ۲۰۱۲ کال راهیسې له خپلو مینو څخه بې ځایه شوي دي.

اوچا افغانانو سره په راروان کال کې د مرستو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې نړیوالې په روان ۲۰۲۳ کال کې د ملګروملتو د بشري مرستو د برابرولو لپاره شوې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی چې له امله یې ملګري ملتونو ځینې ادارې دې اړ شوې چې په میلیونو افغانانو سره په ځانګړي ډول د خوړو د برابرولو په برخه کې خپلې مرستې بندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG