بشري حقونه: د جنګي تکتیک په توګه د ولسوالیو اقتصادي محاصره جنایت دی

د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د طالبانو لخوا د ځینو ولسوالیو اقتصادي محاصرې له امله خلک اساسي خدماتو او غذايي موادو ته لاس رسی نلري.

د بشري حقونو کمېسیون د یاد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د انساني غمیزي تر رامنځته کېدو مخکې باید دغه اقتصادي محاصره پای ته ورسیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نه ده په ډاګه کړې چې څومره ولسوالۍ د طالبانو تر اقتصادي محاصرې لاندې دي.

دغه کمېسیون د جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د جنګي تاکتيک په توګه د اقتصادي محاصرې کارول د خلکو د ژوند او تګ راتګ د حقونو نقض او خلک له خپلو اقتصادي حقونو محروموي، پر همدې بنسټ دا يو جنايت دی."

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی پداسې حال کې چې افغانان د کرونا ناورین، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي باید دغه ولسوالیو ته غځېدلې لارې ژر تر ژره خلاصې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جګړې له زیاتېدو سره له ځينو ولسوالیو د افغان سرتیرو د تکتیکي شاتګ خبر ورکړل شوی دی.

بلخوا د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "هغوی چې د طالبانو په وړاندې په جګړه بلد دي پوهیږي چې دغه نرۍ لار د دې وحشت او جهل د ډلې په ډله ییزه هدیره بدله شي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ولسوالیو د محاصرې په اړه د بشري حقونو کمېسیون د اندېښنې اړوند تبصره نه ده کړې.