سعودي عربستان پر یمن ټولې لارې بندې کړې

سعودي عربستان پر یمن هوایي، سمندري او ځمکنۍ لارې وتړلې

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي یاغیانو ترمنځ کړکیچ زور اخیستی او سعودي یمن ته د بشري مرستو د رسولو ټول پروازونه بند کړي.

همداشان یې د مرستو رسونکو بېړیو غوښتې چې له سیمې څخه ووځي. سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د یمن محاصره نوره هم ټینگه کړې او هغه هیواد ته یې ټول هوایي پروازونه، سمندري او ځمکنۍ لارې بندې کړې دي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي د سعودي عربستان له لورې ددغو نویو بندیزونو په نتیجه کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د خوراکي توکیو بیې خورا لوړې شوي دي او دا ویره هم پیدا شوې چې کیدای شي یمن په بشپړه توگه د بهرنۍ نړۍ نه منزوي شي.

د ملگرو ملتونو یوې چارواکې د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي دي چې یمن ته د هغه پرواز لغوه شوی او دغه سازمان هڅه کوي"څومره ژر چې ممکن وي دغه لانجه حل کړي".

د سعودي پر مشرۍ ایتلاف د حوټي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر یمنیانو او ټولو بشري ماموریتونو غږ کړی چې د جنگي عملیاتو لاس واخلي. تر اوسه داسې نښه نښانه نه ده لیدل شوې چې د ملگرو ملتونو ماموریتونه دې د هغه هیواد له شمال نه وتلي وي.

دغه وروستی تاوتریخوالی د ریاض پر هوایي ډگر باندې د حوثي یاغیانو د یو بالستیک میزایل له برید وروسته زیات شوی دی. سعودي عربستان دغه کار د ایران له لورې د حوثي یاغیانو په وسیله یو "تروریستي عمل" بللی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د حوثي پوځ ویاند عزیز رشید په صنعا کې خبریالانو ته ویلي دي چې حوثیان به د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پر هوایي ډگرونو باندې بریدونو ته دوام ورکړي.

هغه دا هم ادعا هم کړې ده چې د هغوی پوځي کارپوهان توانیدلي داسې میزایل تولید کړي چې کولای شي په ١٥٠٠ کیلومیتره واټن کې اهداف وولي.

اسوشیتید پرس وایي د سعودي عربستان دغه نوي بندیزونه ددې سبب شوي چې په صنعا کې بیې لوړې شي او اوس د یو لیتر تیلو بیه شاوخوا ٢٥ ډالرو ته رسیدلې ده.

د خوراک نړیوال سازمان ویلي چې د یمن ١٧ میلیونه وگړي د خوراکي ستونزو سره مخامخ دي او دغه سازمان د پیسو د نشتوالي په وجه یواځې اوه میلیون یمنیانو ته خوراکي توکي برابرولی شي.

یمن ٢٦ میلونه نفوس لري چې د حوثي یاغیانو په واسطه د هغه هیواد د نړیوال پیژندل شوي حکومت له پرزولو وروسته د دوه کلنې کورنۍ جگړې په نتیجه کې خورا زپیدلي دي. د ٢٠١٥ کال په مارچ کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد بمباري پیل کړې چې په نتیجه کې یې په زرگونو کسان تلف او په میلیونو یمنیان بې ځایه شوي دي.