پوهنې وزارت: په ښوونځیو کې د ازموینې اخیستل راتلونکې اونۍ پیلېږي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د یوې ګډې طرحې په اساس په ښوونځیو کې د کلنۍ او څلورنیم میاشتنیو ازموينو بهیر راتلونکې اونۍ پیلېږي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) په یو بیان کې ویلي دا چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ ازموينې بشپړې شوې نه دي د پاتې مضمونونو ازموينه دې د زمري په شپږمه د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو او د ټولنيز واټن په پام کې نيولو سره واخيستل شي.

همداشان په بیان کې راعلي: " سړې او ډيرې سړې سيمې دې د زمري مياشتې له دویمې نيټې څخه تر پنځمې پورې د څلورنیم میاشتنیو ازموينې اخيستلو لپاره اړين تدابير ونيسي او د زمري مياشتې له شپږمې څخه د مياشتې تر پايه ازموينې د عامې روغتيا وزارت د سپارښتنو په پام کې نيولو سره واخلي".

د افغانستان د پوهنې وزارت ټول دولتي او خصوصي ښوونځي مکلف کړي چې د څلورنیم میاشتنیو ازموینې د اخیستلو په مهال ټولې روغتيايي سپارښتنې لکه د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنيوى او ټولنير واټن مراعت کړي او ازموینې په پرانیستې فضا کې واخلي.

د افغانستان حکومت د کروناویروس د دریېمې څپې د مهارولو لپاره او د ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره د غبرګولي په لسمه په ۱۶ ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړل، خو په دغه هېواد کې د کروناویروس د پراختیا له امله په ټول افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه د غبرګولي په ۲۴ رخصت شول.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې د ګډې طرحې په اساس ټاکل شوې ده چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بيرته پيل شي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت په تدریجي توګه د پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو طرحه جوړه کړې ده خو په اړه یې د عامې روغتیا له وزارت سره بحثونه نهايي شوي نه دي.