د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته د کرونا ضد درې میلیون ډوزه واکسین ورکوي


د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیالې کرین ژاین نن پنجشنبه جون ۲۴ (چنګاښ۳) ویلي چې دا واکسین به راتلونکې اوونۍ د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

میرمن ژاین همدرانګه ویلي چې متحده ایالات به د افغانستان سره د اکسیجن مرسته هم وکړي. په افغانستان کې د کرونا د ویروس د پیښو تر ډیریدو وروسته په روغتونونو کې اکسیجن هم کم شوی.

له دې دمخه د د روغتیا د نړیوال سازمان د کواکس پروګرام د کروناویروس ضد د استرازنیکا د شرکت ۴۹۶ زره او هند ۵۰۰ زره ډوزه واکسین له افغانستان سره مرسته کړې وه او شاوخوا دوه اونۍ مخکې چین هم د سینوفارم واکسین ۷۰۰ ډوزه افغانستان ته ورکړل.

د شمیرو له مخې تر اوسه د افغانستان یواځې یو فیصد نفوس د کوویډ۱۹ ضد واکسین ترلاسه کړی دی.

د جانس او جانسن د شرکت د کوویډ۱۹ واکسین د نورو واکسینونو برخلاف په یو ډوز کې تطبیقیږي، او دغه واکسین د فایزر او مودرنا د شرکتونو د واکسین په څیر په متحده ایالاتو کې د تطبیق کولو جواز لري.

افغانستان ته ددې درې میلیون ډوزه واکسین اهدا کول پداسې حال کې اعلانیږي چې دا هیواد د کروناویروس د درېیمې څپې سره لاس او ګریوان دی او د افغانستان کمزورې صحي زیربنا د کروناویروس ټولو ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات نشي وړاندې کولی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې کروناویروس تر اوسه ۴۵۲۰ تنه مړه کړي او لږ تر لږه ۱۱۰ زره کسان پرې اخته شوي دي. خو د ازموینو د امکاناتو او د مړینو د پیښو د رپوټونو د کمبود په وجه په افغانستان کې د کروناویروس د اخته کسانو او مړینو شمیرې څو برابره له رسمي شمیرو زیاتې دي.

د کروناویروس د درېیمې څپې د خپریدو او پدې ناروغۍ باندې د زیات شمیر خلکو د اخته کیدو په وجه د افغاسنتان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ ( چنګاښ ۳) پرېکړه وکړه چې پدې هیواد کې د دوو نورو اونیو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه تړلي پاتې وي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښوونځي او پوهنتونونه به د چنګاښ د میاشتې تر ۱۸ مې ورځې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په خاطر تړلي پاتې شي.

د روغتیا وزارت اعلامیه وايي: "په ټول هېواد کې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي له ٢٢ مې ورځې څخه د دوه اونیو لپاره رخصت شوي وو، دا دی د ۱۴۰۰ د چنګاښ تر ١٨ نېټې پورې د دوه اونیو لپاره رخصت دي، په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو عالي ادارې له معززو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو سره لازمه همغږي شوې ده".

XS
SM
MD
LG